
یاران سپورټس
د هندوستان د کرکټ د کنټرول ادارې ویلي، چې دوی راروانه سه شنبه د مارچ میاشت په ۲۴ مه د آی پي اېل د ټولو لوبډلو له څښتنانو یا مالکانو سره غونډه لري او په دې به بحث وکړي، چې راتلونکی آی پي اېل لوبې څه وخت او څنګه ترسره کړي.
د آی پي اېل سوداګریزې کرکټ لوبې د مارچ میاشت له ۲۹ مې د اپرېل ۱۵مې نېټې ته د کرونا ویروس له وېرې او خپرېدو د مخنیوي په خاطر وروسته کړل شوې.
د هندوستان د ډېری ایالاتونو د کرکټ ادارو چې د آی پي آېل اته لوبډلې له سترو ایالتونو استازولي کوي، تر اوسه د آی پي اېل په اړه خاموش یا چوپ دي.
د هندوستان د کرکټ د کنټرول ادارې ویلي، غواړي چې د لوبډلو له مالکانو سره ګډه ناسته وکړي او ستونزې و ارزوي.
د هندوستان د کرکټ بورډ مسوولینو ویلي، چې د مارچ د ۲۴ مې په ناسته کې به په لا زیاتو اقداماتو او تدابیرو بحث وشي.
د سرچینو په حواله دا غونډه په یوه داسې ځای او هوټل کې کېږي، چې هلته د کرونا ویروس وېره نه وي.
د کرونا ویروس نښې نښانې په هندوستان کې هم شته او ۲۲۳ کسان یې هند په مشکوک ډول اغېزمن کړي دي.
د هندوستان د روغتیا وزارت ویلي چې له ګڼو کسانو څخه یې ۲۳ کسان بېرته ښه شوي دي او درملنه یې بریالۍ شوې ده.
سږ کال په آی پي اېل لوبو کې هم ۸ لوبډلې شاملې دي.
ممبيي انډیئنز، چینای سوپر کېنګز، کلکته نایټ رایډرز، سن رایزرز حېدراباد، راجستان رایلز، ډیلي کپېټلز، رایلز چلېنجرز بنګلور او کېنګز ایلیون پنجاب لوبډلې د سږ کال آی پي اېل برخه ده.