راپور: بشر درویش
د اصلاح شوي تخمونو د ملي بورډ غړي د غنمو د پېرل، د بیې ټاکل او دغه راز پر دوو تقنیني سندونو د خبرو اترو په پار غونډه وکړه.
د افغانستان د کرنې وزارت یوه خبرپاڼه کې ویلي؛ دغه غونډه د دې ملي بورډ د غړو او ناظرینو په شتون کې دکرنې او مالدارۍ وزارت د معینیت د غونډو په تالار کې په لاره اچول شوې وه.
په دې غونډه کې، د غنمو د ۱۴ زره ټنه اصلاح شويو او تصدیق شويو تخمونو د بیې ټاکل و ارزول شو.
یاد وزارت ویلي، د غړو تر هر اړخیز خبرو اترو او د کوویډ-۱۹ ناروغۍ د اغېزو له امله اوسني وضعیت ته په کتو سږکال لپاره په ټولو لګښتونو سره د غنمو د هر ټن اصلاح شوي او تصدیق شوي تخم بیه ۴۰ زره او ۶۹۷ افغانۍ وټاکل شو.
دغه راز د اصلاح شويو تخمونو ملي بورډ د سږکال سب سایډي ۶۰ سلنه وټاکل او همداراز د تېر کال تجربې ته په کتو پرېکړه وشوه، چې په روان کال کې د غنمو اصلاح شوي تخم باید له یوې سرچینې وپېرل شي.
د هېواد په کچه د غنمو اصلاح شوي تخمونه تر یو ملي معیار لاندې د اصلاح شوي تخمونو د ټولنې تر چتر لاندې د شرکتونو له خوا تولیدیږي.
د کړنلارې تعدیل
کرنې وزارت ویلي؛ د اصلاح شوي تخمونو د چمتو کولو، تدارکات او وېش پر کړن لارې، چې په ۱۳۹۲ یم کال کې د غلو دانو د ریاست له خوا چمتو شوې وه، خبرې وشوې او پرېکړه وشوه، چې یاد کړن لاره دې باید تعدیل او د وزارت د تقنین امریت له خوا دې طی مراحل شي.
د کرنې د پراختیا او ترویج د عمومي ریاست پر دندو او مسوولیتونو، چې باید د اصلاح شوي تخمونو د کیفیت د کنټرول په مقرره کې ځای پر ځای شي، هم پرېکړه وشوه، ترڅو د اصلاح شوي تخمونو د تصدیق ورکولو ریاست او د تقنین د امریت په همکارۍ، د کرنې د پراختیا او ترویج د لوی ریاست دندې او مسوولیتوننه، ځانګړې شي او د قانون له لارې د اصلاح شوي تخمونو د کیفیت د کنټرول په مقرره کې درج شي.