راشدخان چې د نړۍ په کچه یو پېژندل شوی الراونډر دی، نه یواځې دا چې په توپ اچونه کې د شل اوریزو لوبو لومړی نمبر توپ اچوونکی دی، بلکې په توپ وهنه او ډګر ساتنه کې هم موثر او چوست دی.
هغه د اسټرالیا په بېګ باش لیګ، د انګلستان په بلاسټ لیګ، د افغانستان په ملي لوبډله، آی پي اېل لیګ، سي پي اېل او د پاکستان سوداګریزو کرکټ لوبو کې خپل هیلیکوپټر شاټونه نندارې ته وړاندې کړي دي.
تازه یې د یکشنبې په ورځ د فبروري په ۲۱ مه نېټه د پاکستان په سوداګریزو کرکټ لوبو کې داسې یو شاټ وواهه، چې ټول کرکټ مبصرین، لوبغاړي او مینوال یې ګوته په غاښ کړل.
د انګلستان د سارا ټېلر توصیف
دا چې د راشدخان صفت هر ځای کېږي، نو اوس یې د انګلستان ښځینه کرکټ لوبغاړې سارا ټېلر هم ستاینه کړې ده.
SO STYLISH by @rashidkhan_19! #MatchDikhao l #HBLPSL6 I #LQvPZ pic.twitter.com/Iq1HIxCxaN
— PakistanSuperLeague (@thePSLt20) February 21, 2021
«هغې په خپله ټوېټر پاڼه د راشدخان د هیلیکوپټر شاټ ویډیو خپره کړې او له دې ویډیو سره یې لیکلي، راشدخان دا شاټ خورا سټایلش لوبولی دی».
د راشدخان د شاټ تشریح
راشدخان په سټرایک ولاړ و، ۲۱ منډې یې کړې وې، لاهور قلندرز ته په لس توپونو ۴ منډې پاتې وې.
ښي لاسي چټک توپ اچوونکي عماد بټ توپ اچونه کوله، د خپل درېیم اوور درېیم توپ یې په اف سټم ترسره کړ، راشدخان دا توپ هیلیکوپټر یا چورلکیز شاټ سره پورته کړ او د ډیپ مېډ وېکټ په لور یې له پولې واړاوه او لوبه یې هم وګټله.
هغه په ۱۵ توپونو د یوې شپږیزې او ۴ څلوریزو په مرسته ۲۷ ناسوځېدلې منډې وکړې.
په توپ اچونه کې یې په ۴ اورونو کې ۱۴ منډې ورکړې.