افغان ګوګلي ماسټر راشدخان ارمان چې ایله شل کاله عمر لري؛ خو په ۳۵ شل په اوریزو لوبوکې یې بیا د افغانستان لپاره ۶۴ وېکټې اخېستي دي.
هغه په شل اوریزو لوبو کې لومړی بالر دی او په یو ورځنیو لوبو کې لومړی ال راونډر دی.
نوموړي په ټي ټېن لیګ کې یو څه ناڅه ښه توپ اچونه ونه کړه، دا چاره بیا د ټولنیزو رسنیو ځېنو کاروونکو د راشدخان په ټکول کېدلو اطلاق کړه او په افغانستان کې د کرکټ ځېنو مینه والو او د راشدخان خواخوږو ویلي، چې راشدخان په دې وروستیو کې ټکېږي او علت یې په زیاتو لیګونو کې لوبېدل او د هغه ستړیا یاده کړې وه.
خو راشدخان د ټي ټېن لیګ څخه وروسته د افریقا په مزانسي لیګ کې په درې لوبو کې خپل ځان ثابت کړ، چې د نړۍ ښه توپ وهونکي هغه نه شي ټکولی او پر وړاندې یې ښکاري توپ اچونه کوي.
نوموړی تازه د افریقا په مزانسي سوپر کرکټ لیګ کې ښه وځلېد، لومړۍ لوبه کې چې د جمعې په ورځ یې د ډېسمبر په ۷ مه نېټه پکې برخه واخېسته په ۴ اورونو کې یې ۱۹ منډې ورکړې او ۳ وېکټې یې واخېستې او په لومړۍ لوبه کې یې د لوبې مبصرین یا کمېنټېټران په خپله ستاینه راواړول.
که څه هم راشدخان په لوبډله کې تر ټولو ښه توپ اچونه وکړه؛ خو بریا یې خپله نه کړه او جوزي سټارز لوبډلې ماته ورکړه.
راشدخان په وروستیو دوو لوبو کې خپله لوبډله بریا ته ورسوله او خورا ښه توپ اچونه یې وکړه.
راشدخان په داسې حال کې خپلې لوبډلې سره یو ځای شو، پواینټونه یا نومرې یې ۶ وې؛ خو چې دی له لوبډلې سره یوځای شو؛ نو په دوو بریاوو سره یې د لوبډلې نومرې ۱۴ ته ورسولې؛ خو دا چې لوبډله یې په خورا لویدلي حالت کې وه؛ نو په وروستیو دوو لوبو کې د بریاوو ترڅنګ مخکې تګ ونه کړ او له سیالیو بهر شوه.
راشدخان په مزانسي سوپرلیګ کې له ډوربېن هیټ لوبډلې سره ولوبېد، چې په درې لوبوکې یې ۱۲ اورونه وکړل ۸۳ منډې یې ورکړې او ۶ وېکټې یې واخېستې، چې هر اور کې یې څه باندې شپږ منډې ورکړي، چې په لیګونو کې د داسې بالېنګ کول بې جوړې توپ اچونه ده.
په وروستۍ لوبه کې چې د ډېسمبر په ۱۲مه نېټه د چهارشنبې په ماخستن ترسره شوه، راشدخان پکې خورا ښه وځلېد.
نوموړی په دغې لوبه کې د ای بي ډیویليئرس لوبډلې سره ټي شوېن سپرټن سره مخ و.
سپرټن چې کله پچه وګټله توپ وهنه یې پیل کړه، دې لوبډلې دوه پیلوونکي لوبغاړي ګېهن کلویټ او انډري اوپننګ ته راولېږل، چې انډري د راشدخان له خوا کلین بولډ شو.
ټوني بیا په منځنۍ برخه کې د راشدخان له خوا ایل بي ډبلیو شو.
که څه هم سپرټن لوبډلې لپاره لوبډلمشر ای بي ډیویلیئرس په ۵۲ توپونو ۹۳ ناسوځېدلې منډې وکړې؛ خو راشدخان د دوی توپ وهونکي د ستر هدف لپاره پرېنښودل او هدف یې تر ۱۸۹ منډې محدود کړ.
راشدخان دا ځل په ۴ اورونوکې ۲۵ منډې ورکړې، یو اور یې مېډن کړ او ۲ وېکټې یې واخېستې، چې خورا زبردسته توپ اچونه وه.
نو د راشدخان داسې غوره توپ اچونه په خپله د هغو خلکو نظرونوته چې وایي راشدخان د زیاتو لوبو د ستړیا له امله ټکېږي، د رد ځواب دی.
کرکټ داسې یوه لوبه ده، چې څومره سړی پکې لوبېږي، لا غوړېږي او تجربې یې زیاتېږي، له ډول، ډول لوبغاړو، لوبغالو او ویشتن ځایونو سره اشنا کېږي او مهارت یې لا زیاتېږي.
نو کرکټ لوبه ډېره پورې ستړیا نه مني او تل باید چوست چالاکه او ځیرک و اوسې.
همدا علت دی، چې راشدخان د زیاتو هڅو له امله خورا ښه ځلېږي او په هره لوبه کې د خلکو په زړونو پاچاهي کوي او په مینه پالل کېږي.