
لیکنه: محمد صابر حمیدي
د افغانستان د کرکټ نامتو لوبغاړي راشدخان ارمان پرون د پاکستان په سوپرلیګ کې د کریس ګېل په سوځولو سره خپله ۳۴۴تمه ویکټ ترلاسه کړه.
په دې سره راشدخان د شل اوريزه لوبو په تاريخ کې له شاهد افري مخکې شو او اووم مخکښ او زیاتې ویکټ اخیستونکی لوبغاړی شو.
د شل اوریزه سیالیو په تاریخ کې لس زیاتې ویکټ اخیستونکي لوبغاړي
۱- ډیون براوو، ۴۷۱ لوبې او ۵۱۲ ویکټې.
۲- لیست ملینګا، ۲۹۵ لوبې او ۳۹۰ ویکټې.
۳- سونیل ناراین، ۳۵۱ لوبې او ۳۹۰ ویکټې.
۴- عمران طاهر، ۳۰۶ لوبې او ۳۸۲ ویکټې.
۵- سهېل تنویر، ۳۵۴ لوبې او ۳۶۸ ویکټې.
۶- شکیب الحسن، ۳۱۷ لوبې او ۳۶۰ ویکټې.
۷- راشدخان، ۲۴۹ لوبې او ۳۴۴ ویکټې.
۸- شاهد اپریدي، ۳۲۳ لوبې او ۳۴۴ ویکټې.
۹- وهاب ریاض، ۲۶۹ لوبې او ۳۱۸ ویکټې.
۱۰- انډري رسل، ۳۴۸ لوبې او ۳۰۸ ویکټې.