د افغانستان د کرکټ ملې لوبډلې نامتو لوبغاړي راشدخان ارمان پر خپلې رسمې ټویټرپاڼې ویلې، چې زه سیاستمدار نه یم، خو د ټولې نړۍ پر مشرانو ږغ کوم، چي سیمي ته د سولې راتګ لپاره هڅي وکړي.
راشدخان یاد ټویټ کې ویلې، نور په خپلو سترګو دا نشم لیدلای، چې په افغانستان او فلسطین کې هره ورځ ماشومان وژل کيږي او په خبره یې ددې لپاره اړ یو، چې ټول سره یو موټي شو.
راشدخان ویلي:
«زه سیاستمدار نه یم، خو د ټولې نړۍ پر مشرانو ږغ کوم، چي سیمي ته د سولې راتګ برخه کې هڅه وکړي، زه په جنګ کې رالوی شوی یم او پوهېږم له دې وضعیت نه ماشومان وېریږي، زه نور دا نشم لیدلای. زه نشم کولای هره ورځ وګورم چې په افغانستان او فلسطین کې ماشومان وژل کیږي. موږ مجبور یو، چې د هغه څه لپاره سره یو موټي شو، چي سم وي.
I cannot do all great things, but I can do small things with great love and inspiration. Smallest act of kindness is worth more than the grandest intention. The @RashidKhanFund will support Afghan children in need of education, orphans, clean water & healthcare.
— Rashid Khan (@rashidkhan_19) August 10, 2018