راشدخان په داسې حال کې د ښې توپ اچونې خبره کوي، چې په ۲۰۱۹ م کال آې پي ایل کې یې په درې لوبو کې یواځې دوه وېکټې اخېستي او په درې واړو لوبو کې یې ۷۵ منډې ورکړي.
هغه روانو لوبو کې یو ځل مېن اف د مېچ یا د لوبې غوره لوبغاړی راغلی دی.
۲۰۱۷ م کال کې راشدخان او محمدنبي عیسی خېل له حېدراباد لوبډلې سره ملګري شول، په لومړیو کې د راشدخان توپ اچونه خورا خطرناکه وه او د ګوجرات لاینز توپ وهونکي، سورېش رېنا، اېرون فېنچ او برېنډ مکالم یې په خپله لومړۍ لوبه کې وسوځول.
اوس راشدخان ویلي زما د لاس اکشن داسې دی، چې توپ وهونکي یې په اسانۍ نه شي معلومولای او زما توپ په اسانۍ سره نه شي لوبولای.
راشد وایي زه ډېره تکیه د لاس په تاوولو او د توپ سُرعت باندې کوم او همدا علت دی، چې زما توپ توپ وهونکي په درست ډول نه شي لوبولای.
راشدخان تازه د سه شنبې په ورځ د اپریل په دوهمه نېټه له کرېک بز وېب پاڼې سره ۶ دقیقې مرکه کړې او هغه پکې د خپلې توپ اچونې معلومات وړاندې کړي دي.
خان ویلي مونږ اوس ټېسټ کرکټ لوبو ته ورداخل شوي یو او غواړم چې خپله توپ اچونه لا اغېزناکه کړم.
ارمان ویلي چې زه په نېټ یا جال یعنې تمریناتو کې پوره هڅه کوم او توپ اچونه باندې لا کارکوم.
راشدخان په خپله مرکه کې زیاته کړې، زه د لوبې سخت حالت درک کوم او لوبې ته په کتو توپ اچونه کوم، کله چې لوبډلې ته د وېکټ اړتیا وي، بیا د وېکټ ترلاسه کولو لپاره توپ اچونه کوم او پر همدې تلاش مخته ځم.
که د ډاټ توپونو اړتیا وي، بیا نو هڅه کوم، چې منډې کنټرول کړم او مقابله لوبډله باندې فشار وارد کړم.
راشدخان وایي زه د مختلفو لوبغاړو او بالرانو ویډیوګانې ګورم، کله چې هغوی کومه تېروتنه کړې وي، بیا زه هغه تېروتنه نه کوم.
راشدخان توپ اچوونکو ته لارښوونه کوي، چې تاسې باید دا هڅه ونه کړئ، چې هره لوبه کې وېکټ واخلئ، بلکې ستاسې هڅه باید دا وي، چې ښه لوبه وکړئ او لوبې حالت راښه کړئ.
راشدخان اوس په شل اوریزو د نړیوالو لوبو کې لومړی بالر دی او په یو ورځنیو لوبو کې دوهم بالر دی.
راشدخان: زما د لاس اکشن داسې دی چې توهونکی یې په اسانۍ نه شي لوبولی