
د راشدخان په لوبډلمشرۍ ممبۍ انډینز کېپ ټاون لوبډله د جنوبي افریقا د شل اووریز لیګ اتلولي وګټله.
د کېپ ټاون ټيم د شنبې په شپه د جنوبي افریقا په شل اووریز تجارتي لیګ کې له سنرایزر ایسټرن کپ سره مخ وو.
راشد خان پر خپلې فېسبوک پاڼې لیکلي،”خوشاله یم چې اتلولي مو وګټله، دا بریا دې ټولو مېنوالو ته مبارک وي“.
د راشدخان ټیم خپلې سیالې لوبډلې ته په شلو اوورونو کې د ۱۸۲ منډو هدف ټاکلی وو.
ایسټرن کېپ لوبډله هدف ته په رسېدو پاتې راغله.
دغه ټیم د ۷۶ منډو په توپیر لوبه وبایلوده او ټول لوبغاړي یې په ۱۰۵ منډو وسوځېدل.
د جنوبي افریقا د شل اووریز تجارتي لیګ کې شامل ټیمونه د هند د کرکټ د غوره لیګ آی پي ایل د لوبډلو د مالکانو دي چې د نړۍ مشهوره لوبغاړي پکې لوبیږي.
په همدې سبب هم د دغو ټيمونو د نومونو په سر کې د هند د غوره لیګ د شاملو ټيمونو نومونه راځي.
د راشدخان تر څنګ په ممبۍ انډینز کېپ ټاون ټيم کې د افغانستان دوه نور لوبغاړي صدیق الله اتل او عظمت الله عمرزی هم لوبېدل.