د انګلستان په سوداګریزو کرکټ لوبو کې راشدخان یو ځل بیا د سسکس لوبډلې لخوا واخېستل شو.
سسېکس لوبډلې ۲۰۱۸ کال کې هم راشدخان پېرلی و او اوس یې یو ځل بیا وپېره.
د انګلستان بلاسټ سیالۍ په تېره اکټوبر میاشت کې پای ته ورسېدې او راشدخان یې د ۲۰۲۱ کال لپاره اخیستی دی.
د انګلستان بلاسټ سوداګریزو کرکټ لوبو درېیم پړاو لوبې د اکټوبر په ۴ مه نېټه نوټېنګهم شایر لوبډلې وګټله.
خو د راتلونکي کال څلورم پړاو سیالیو لپاره سسېکس لوبډلې راشدخان یو ځل بیا واخیست.
دا چې راشدخان د هندوستان په سوداګریزو لوبو کې خپلې شل وېکټې پوره کړې او یوه غوره توپاچونه یې نندارې ته وړاندې کړه، نو د سسېکس لوبډلې پام هم ور واوښت.
یادې لوبډلې نوموړی واخیست او یو ځل به یې بیا ولوبوي.
راشدخان د انګلستان په دوو پړاوونو وېټلېټي بلاسټ سیالیو کې لوبېدلی، چې ۲۴ وېکټې یې په کې اخیستي دي او ایکانومي یې هم ۶ اعشاریه ۹۷ ده.
د سسېکس لوبدلې نوي روزونکي جېمز کېرټلي له ټاکلو سره سم د راشدخان د پېرلو خبره وکړه.
دا چې راشدخان به راتلونکي پړاو وېټلېټي بلاسټ کرکټ ټورنمنټ کې څومره د سسېکس لوبډلې د درد دوا شي وخت به یې ثابته کړي.
راشدخان له آی پي اېل وړاندې په ویسټ انډیز سوداګریزو کرکټ لوبو په لړ کې توپاچونه وکړه، خو لاسته راوړنه یې ښه نه وه.
خو بېرته یې په آی پي اېل کې داسې توپاچونه وکړه، چې د لوبډلو د مالکانو او رهبرۍ غړو پام یې ځانته راواړوه.
د بلاسټ سیالیو څلورم پړاو به د ۲۰۲۱ کال دوبي کې پیل شي.
په دې لیګ کې اتلس لوبډلې ګډونوالې وي، چې په تېر پکې راشدخان، مجیبالرحمن، محمد نبي عیسی خېل او ظاهرخان لوبېدلي دي.
د بلاسټ سیالیو مسوولینو ویلي، چې راشدخان به راتلونکی اوړی شاوخوا دوه میاشتې په انګلستان کې وي.
د سسېکس لوبډلې مشر روزونکي کېرټلي ویلي، چې دوی بریالي شول، د نړۍ تر ټولو پېژندل شوی او غوره توپاچوونکي له ځان سره وساتي.
راشدخان په داسې حال کې د انګلستان په بلاسټ سیالیو کې اخېستل شوی، چې نوموړی به راتلونکې میاشت کې په بېګ باش لیګ کې د ګډون په موخه اسټرالیا ته وخوځېږي.
د اسټرالیا نارینه بیګ باش لیګ لوبې د ډېسمبر په درېیمه پېلېږي او د فبروري په میاشت کې پای ته رسېږي.