ليکنه: مدثردعوت
راشدخان څوک دی؟
دا پوښتنه که د افغانستان په هر کونج کي د يو ماشوم څخه هم وکړې شايد ترهغه چا چي په کرکيټ کي اکثريت وخت لګيا وي ډير مالومات ولري.
نړۍ هم راشدخان په خورا رسميت پيژني،څوک ورته ګوګلي خان وايي،څوک ورته ګوګلي باچا او ځيني بيا ورته د لوبي تغيروونکي لقب ورکوي.
که ووايو چي د راشدخان شهرت اوس دشاه هرخ خان سره ډغري وهي، يقيني يم چي ډير لږ کسان به دليل راسره ووايي.
د نړيوال کرکيټ بې مثاله توپوهونکي د اې بي ډيولرز څخه پيل بيا تر ويرات کهولي،ډيويډ وارنز،مهندراسينګ ډهوني،سټيوسميټ،ډي جی براوو،شاهد افريدي،شېن واټسن،روهيت شرما،کريس ګيل ،او برينډن مکولم پوري هر يو په وړاندي عاجز پاته سويدی.
خو پدې وروستيو څو ليګونو کي د راشدخان د توپ اچووني تاثر کم رنګه دی او عادي توپوهونکي يې هم په وړاندي د لوړو شاټونو د وهلو هڅه کوي چي تر ډيره پوري بريالي سوي هم دي،خو پخوا داسي نه وو!
لامل يې څه دی؟ په پرلپسې ډول په ليګونو کي لوبيدل که کومه بله ستونزه ده؟
په ټولنيزو رسنيو کي خلک د راشدخان په اړه څه نظر لري؟.
دلته د کرکيټ په تيره بيا د راشدخان د هغو مينوالو نظرونه ولولئ چي په سوشل ميډيا کي يې د نوموړي د وروستيو لوبو په اړه لري.
شمس کامران ليکي: راشدخان ډير ستړی دی،د ډول ډول روزونکو سره مخامخ کيږي، دی بايد هر ليګ ته ولاړ نسي.
احمدساحل او ايمل سراج بيا وايي:نړيوال لوبغاړي يې په توپ اچوونه پوه سوي او ترټولو لويه ناکامي يې د ډيرو ګوګليانو ترسره کول دي.
شريف الله وطندوست هم په ورته نظر دی: دی وايي يوغټ لامل يې زما په نظر د استراحت ترڅنګ راشد بايد ډير تمرين وکړي او دتمرين په وخت کي بايد خپل کمزوري نقطې د کوچ په واسطه اصلاح کړي.
ذبيح الله اتل ليکي: لکه ويرات کهولي چي د توپوهني باچا دی همداسي راشد د توپ اچووني، سر پرسر ليګونه لوبول او نه استراحت يې توپ اچوونه ټکنۍ کړې ده، سيد احمد زيارمل هم په همدې نظر دی.
فرشيد امانت وايي راشد ډير راته ګران دی خو په اوس وخت کي نړيوال توپوهونکي ورسره اشنا سوي نوموړی بايد توپ اچوونه کي تغير راولي،اجمل وفا د فرشيد امانت په څير اند لري.
نورالهدای مرادي بيا په بيل نظر دی، وايي راشدخان اوس تمرين نه کوي نوځکه يې توپ اچوونه ترپخوا بيخونده ده.
مينه شينخالۍ وايي: زه کرکيټ يوازي د راشدخان لپاره ګورم خو موږ افغانان بايد راشد دومره هم تشويق نکړو چي له هغه څخه کرکيټ پاته سي او نظر يې خاص زموږ د نظرونو پر لور وي،ميرويس داوري هم همداسي ليکي.
نصرت الله سراج او نبي ثابت وايي:نړيوال لوبغاړي يې په وړاندي د احتياط څخه کار اخلي او احمدخان هم په همدې نظر دی.
محمدشهزاد وايي: راشدخان هيڅ ليګ ته لومړيتوب نه ورکوي که غټ ليګ وي ياکوچينی دی نه نه ورته وايي.
جبارفراز چي دکرکيټ په اړه هرکله تبصرې کوي وايي:ټي ټين کي يې ځان وشرماوه، کانفډنس يې حتماً ضربه خوړلې.
محمدالياس داعي بيا داټول نظرونه ردوي وايي: نړيوال کرکيټران ددې پرځای چي استراحت وکړي بايد سرپرسر ولوبيږي دا کرکيټ دی کله به ښه لوبه کوي خوکله به بيا ټکول کيږي، محمد اسماعيل ملکزی هم په همدې باور دی.
عبدالولي عمري وايي: د راشد په هرليګ کي لوبيدل او له نړيوالو لوبو ليري کيدل ددې لامل دي چي راشد سم نه چليږي خو عبيدالله افهام وايي په هره نوې لوبه کي کرکيټر لا تجربه ترلاسه کوي.
سيدعمر عادل ليکي: راشد پرمختلفو وشتن ځايونو توپ اچوونه کوي نوځکه کله کله ښه نه ځليږي خو زه يقيني يم چي بيرته به خپل حالت ته راځي.
هيواد پال افغان ليکي: د راشدخان توپ اوس دپخوا په څير سوينګ نلري،د توپوهونکو ترفشار لاندي راځي او اوسمهال د تيز توپ اچووني کوښښ هم کوي.
احسان الله خوشال، انورعاطفي او سيدعصمت الله نوري بيا په يو نظر دي: دوی وايي راشد بايد په نړيوالو ليګونو کي يوازي په بيګ باش او ای پي ايل کي ولوبيږی هلته هم پيسې ګټي او هم تجربه ترلاسه کوي،چي نقيب الله رحيمي هم په همدې باور دی.
زمزمه خان وايي: راشدخان بايد ډير زيات تمرين وکړي.
مجتبی محمدي وايي: زه هم ډير وخت کيږي چي د راشد د توپوهني په اړه خواشينی يم خو هيلمن ځکه يم چي هر نړيوال کرکيټر کله کله خپل اصلي حالت له لاسه ورکوي،نو راشدخان به بيرته راګرځي!
فريدنبي مومند ليکي:هر لوبغاړی چي ډير تيز روان وي يوځل کمزوری کيږی خوبيرته اصلي حالت ته راځي،سيف الله ابراهيم خيل هم په همدې نظر دی.
کامل خان دانش وايي: راشدخان دپخوا په څير دی،همدا يو لس اووريز ليګ کي سم نه وو،دی يو کلاس لوبغاړی دی او هيڅکله پرځان باور له لاسه نه ورکوي.
عبدالله عادل او فضل الله فضلي بيا ليکي:راشدخان بايد په هيڅ راتلونکي ليګ کي ګډون ونکړي،استراحت دي وکړي او د ۲۰۱۹ز کال نړيوال جام ته دي تياری ونيسي.
نجيب الله ساحل له حيات الله شيرزاد او رحمن الله سره هم نظری دی،وايي:راشدخان اوس تر توپ اچووني توپوهني ته ډيره پاملرنه کړې ،خو صبور خان او ناصر دوران وايي د راشد توپ اچووني هيڅ تغير ندی کړی توپوهنه او توپ اچوونه يې ځانګړی انداز لري.
د ټولنيزو رسنيو ورها خوا ځوانان او د کرکيټ مينوال د راشدخان نورو افغان لوبغاړو په اړه ډول ډول نظريې لري او تر ډيره ددوی خبري په اوسمهال کي منطقي وي،ځکه په افغانستان کي کرکيټ تر بل هر وخت ډير غوړيدلی.
د افغانستان د کرکيټ او لوبغاړو په اړه ټوله نړۍ مثبت نظر لري او هرکله يې تشويقوي خو هيوادوال يې د ګرانښت له امله غلطيو ته متوجه کوي،چي کله کله دا مينه په افراط بدله سي.