راشد خان په اې پي ایل کې ګټلې جایزه بیوزلو ته ورکړه

سپینه تجريدي ډیزاین

 د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې ځوان لوبغاړي راشد خان لخوا د هندوستان د کورني کرکټ «آي پي ایل» ۲۰ اوریزه سیالیو پر مهال د ۵ لکه هندي کالدارو نغدي جایزه په ننګرهار کې د غریبو او بې وزلو کورنیو ته ډالۍ شوه.

IPL 118 راشد خان په اې پي ایل کې ګټلې جایزه بیوزلو ته ورکړه

 د راشد خان لخوا دغه نغدي مالي مرسته په ننګرهار کې د بهسودو کرکټ لوبغالي کې د بمي چاودنو له کبله د زیانمنو شویو خلکو او نورو بې وزلو کورنیو د لاس نیوي په موخه د کریم صادق خیریه بنسټ ته ورکول شوې وه، چې اوس په خلکو وویشل شوه.

 د دغه خیریه بنسټ مشر او د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې لوبغاړي کریم صادق یاران ته په خپلو خبرو کې وویل، د ملي لوبډلې ځوان لوبغاړي راشد خان ورته د ۵ لکه هندي کالدارو مرسته، چې د ۷۵۰۰ امریکايي ډالرو معادل شوې، رالیږل شوې وه، چې نن یې په یو شمیر کورنیو وویشله.

IMG 20180607 163950 راشد خان په اې پي ایل کې ګټلې جایزه بیوزلو ته ورکړه

 کریم صادق وویل، ۱۰۰ هغه بې وزله کورنۍ، چې د غربت سختې شپې او ورځې تیرولې، ورسره د خوراکي توکو یو سیټ مرسته وشوه، چې پکې یوه بورۍ وړه، غوړي، لوبیا، دال، وریجي، بوره، شین چای او نور مواد شامل و؛ دغه کورنیو ته ورکړل.

همدا راز د نوموړي د معلوماتو له مخې، د بهسودو کرکټ لوبغالي د رمضان میاشتې په دویم ماښام د بمي چاودنو له کبله د زیانمنو شویو خلکو سره نغدي مرسته وکړه، چې د شهیدانو کورنیو ته یې ۱۰۰۰۰ لس زره افغانۍ او د ټپیانو شویو کسانو سره یې د ۵۰۰۰ پنځه زره افغانیو نغدي مرسته وکړه.

IMG 20180607 161123 راشد خان په اې پي ایل کې ګټلې جایزه بیوزلو ته ورکړه

 دا لمړی ځل نه دی، چې په ننګرهار کې د کریم صادق خیریه بنسټ لخوا د یو شمیرو کورنیو سره د خلکو په مالي لګښت مرسته کیږي؛ بلکې له دې وړاندې یې هم د څو نورو کورنیو لاس نیوی کړی دی.

باید وویل شي چې دغه خیریه بنسټ څه موده وړاندې په ننګرهار کې د یو لا علاجه ناروغ په درملنه نږدې ۶ لکه افغانۍ مصرف کړې او هم یې یوې بلې کورنۍ ته د کوز کنړ په ښیوې ولسوالۍ کې یوه جونګړه په پخې ودانۍ بدله کړه.

د خیریه بنسټ مشر کریم خان صادق په نورو سوداګرو هم غږ وکړ، چې د خیریه بنسټ سره یې مالي مرسته وکړي، تر څو د بې وزله خلکو په درد دوا شي.

About ياران ټیم 3421 Articles
یاران ټیم په هېواد کې دننه او بهر او د افغان لیکوالو او خبریالانو متعهده ډله ده چې په داوطلبانه توګه د یاران لپاره خبرونه، لیکنې او معلومات چمتو کوي.