د ګوګلي ماسټر، شل کلن راشد خان ۲۰۰ ویکټې

د مني په موسم کې غرونه او ځنګلونه

راشدخان ارمان چې سږ کال شل کلن شو او د شل کلنۍ کلیزه یې ولمانځل شوه، خو وېکټې یې تر خپل عمر زیاتې اخېستې دي.
نوموړي په ۱۳۴ شل اوریزه لوبو کې ۲۰۰ وېکټې پوره کړې.
د نوموړي د ۲۰۰ وېکټو لمانځنه سن رایزرز حېدراباد لوبډلې په خپله رسمي فېسبوک پاڼه کړې ده.
د سن رایزرز حېدراباد لوبډلې په رسمي فېسبوک پاڼه او ټوېټر پاڼه لیکل شوي دي ((راشدخان ته دې د ۲۰۰ وېکټو اخېستل مبارک وي، هغه لومړی افغان لوبغاړی دی، چې ډېر ژر ۲ سوه وېکټې پوره کوي)).
د هغه انځورکې دننه په ډبل لیک لیکل شوي، راکېټېګ راشدخان، یعنې د راکټ په څېر یې چټکې ۲ سوه وېکټې پوره کړې.

په یوه لوبه کې یې د ۵ لوبغاړو سوځول او د درې منډو ورکول غوره توپ اچونه ده.
راشدخان چې لېګ برېک ګوګلي توپ اچونه کوي، ډېری وختونه توپ وهونکي د خپل خطرناک توپ ښکار کوي، چې د نړۍ مشهور لوبغاړي یې په دې برخه کې مات کړي او له مېدانه یې په بولډ، کېچ، ایل بي ډبلیو او سټمپ اوټ رخصت کړي دي.
راشدخان په شل اوریزه لوبوکې د نړۍ په کچه د کرکټ نړیوالې شورا په درجه بندۍ کې لومړی دی.
له ده وروسته پاکستانی شاداب خان دوهم دی.
راشدخان ارمان په یو ورځنیو لوبو کې دوهم غوره بالر دی، چې تر هندوستاني جسپرېت بومرا وروسته دی.
په یو ورځنیولوبو کې بیا نوموړي بنګله دېشی شکېب الحسن وروسته کړی او د الروانډرانو په کتار کې یې لومړی مقام اخېستی دی.
راشدخان په شل اوریزه لوبو کې ټولې ۴۶۳ منډې کړي، چې یوه لوبه کې یې ۵۶ ناسوځېدلې منډې لوړې منډې دي.
نوموړي په شل اوریزو لوبوکې یوه نیمه سلیزه وهلې، ۲۷ یې څلوریزې وهلي او ۳۶ یې شپږیزې وهلي دي.
راشدخان په شل اوریزه لوبوکې ۳۹ کېچونه هم نیولي دي.
راشدخان د اکټوبر په ۲۶ مه نېټه په ۲۰۱۵ م کال کې د افغانستان لپاره شل اوریزه لوبې پیل کړې او لومړۍ لوبه یې په زِمبابوې کې د زِمبابوې لوبډلې خلاف وکړه.
وروستۍ شل اوریزه لوبه یې د اکټوبر په ۲۱ مه نېټه د بلخ لوبډلې خلاف په ۲۰۱۸ م کال کې وکړه، چې دی د کابل لوبډلې لوبډلمشر و او د افغانستان سوداګریز کرکټ لیګ په پایلوبه کې یې له بلخ لوبډلې ماته وخوړه.