هندي پوځیانو د پاکستان سره کرښې ته څیرمه د جیش ی محمد ډلې مشهور قومندان عبدالرشید غازي نن وواژه. غازي د پاکستان تبعه و، او د جیش محمد ډلې باوري او مهم قومندان و.
د هندي رسنیو په وینا؛ عبدالرشید غازي په افغانستان کې د جګړې تجربه، او د پرمختللو چاودیدونکو توکو په جوړښت او سمبالښت کې تحصص درلوده. نوموړی په هندي کشمیر کې د وروستي برید، چې پکې لږ تر لږه ۴۰ هندي نیمه پوځي سرتیري ووژل شو، اصلي طراح و.
ټایمز اف انډیا د هندي پولیسو له قوله لیکلي، چې غازي په هندي پولیسو ځانمرګی بریدګر، عادل ډار، روزلی او د برید تر ځایه رسولی و.
د رپوټو له مخې د جنوري په دریمه هندي استخبارتي ادارې خبر ورکړی و، چې د جیش محمد مهم قومندان هندي کشمیر ته داخل شوی، خو نن دوشنبه یې پولیس په وژلو بریالي شول.
عبدالرشید غازي شاوخوا ۳۵ کاله عمر درلود او څه باندې یوه لسیزه وړاندې د جیش محمد سره یوځای شوی و. نوموړي په دیني او نظامي برخه کې زده کړې درلودې.
یوې سرچینې ټایمز اف انډیا ته ویلي، چې عبدالرشید د جیش محمد ډلې د مشر مسعود ازهر د باوري کسانو څخه و او هندوستان ته يې د خپل وریرونه د غچ اخیستلو لپاره رالیږلی و.
د مسعود ازهر وریرونه طلحه رشید او عثمان، چې د جیش محمد نوموتي نښان ویشتونکي ول، په ۲۰۱۷ او ۲۰۱۸ کال کې هندي پولیسو وژلي ول.
پاکستانی عبدالرشید غازي په داسې مهال وژل کیږي، چې هندوستان د کشمیر د پلوامه د پیښې د غچ اخیستنې ژمنه کړې. د هند حکومت د پاکستان استخباراتي اداره په کشمیر کې د کم تر کمه ۴۰ نیمه پوځیانو په وژنه کې ګرمه بللې.
د هندي رسنیو د خبر په اساس هندي کشمیر کې پوځیان ګوته په ماشه دي، او د پاکستان سره په کرښه يې پوره پوځي چمتوالی نیولی.
بل پلو د هندوستان پوځ د پاکستان سره په پوله پوځي مانورې پیل کړي. په دغه مانورو کې د هندوستان ۱۳۷ بېلا بېلې جنګي الوتکې په هوا ګرځي او ځمکې ته توغندي ولي. ځمکنی وسله وال پوځ هم ډول ډول وسلې ازمايي.
د هندوستان لومړي وزیر نریندرا مودي دوه ورځې وړاندې د هندوستان په اترا پردیش کې د هند خلکو ته ډاډ ورکړ، چې له پاکستان به د برید غچ اخلي. نوموړي وسله وال پوځ ته واک ورکړی، چې د برید په طرحه کوونکو په مناسب وخت کې، هر چیرته چې وي، برید وکړي.