د راشد خان او هندي بالر کولدیپ یداف پرتلنه؛ کوم یو پياوړی او ډیر مخکې روان دی ؟

یو بیلبورډ چې پرې لیکل شوی اعلان نه لوستل کیږي. عکس له لاندې اخیستل شوی او شا او خوا یې وریځې او اسمان ښکاري

که څه هم د کرکټ په نړۍ کې ډېر لوبغاړي راځي او بېرته ځي؛ دا لوبغاړي کله تر لومړي مقامه رسېږي او کله هم د درجه بندۍ په لړ کې بېرته وروسته کېږي.
راشدخان چې د افغان لوبډلې بهترین بالر دی، د بالېنګ سربېره کله، کله هغه داسې توپ وهنه هم کوي، چې نړیوال ګوته په غاښ کوي. د بنګله دېش خلاف یې په ۲۰۱۸ م کال اسیا جام کې ۵۷ ناسوځېدلې منډې وکړې.
له هغې وړاندې یې د ۲۰۱۸ م کال په آې پي ایل کې هم په خپلې چټکې توپ وهنې د سن رایزرز حېدراباد لوبډله تر نیمه پایلوبې ورسوله.
راشدخان د شل اوریزو لوبو په بالرانو کې لا هم لومړی دی، د هغه رېټېنګ د کرکټ نړیوالې شورا په درجه بندۍ نوملړ کې ۷۹۳ دی. چې له پاکستاني شاداب څخه ۴۱ نومرې وړاندې دی.
اوس د کرېک ټرکر په نامه یوې وېب پاڼې د شل اوریزو بالرانو د درجه بندۍ خبر خپور کړی، په دغه خبر کې له راشدخان وروسته پاکستان لېګ برېک توپ اچوونکی شاداب خان دوهم مقام خپل کړی دی.
راشدخان په شل اوریزه لوبو کې د درجه بندۍ په برخه کې لومړی او دې سره، سره هغه په اورېج یا اوسط او ایکانومي کې هم لومړی دی.
د کرېک ټرېکر وېب پاڼه کې خپور شوی خبر وایي، چې راشدخان لا هم په ایکانومي کې لومړی دی؛ خو پاکستانی شاداب خان بیا د هندوستاني لېګ برېک توپ اچوونکي کولډیپ یداف له خوا ښکارشوی او نمبر یې ترې وړی دی.

راشدخان او کولډیپ یداف دواړه لېګ برېک توپ اچوونکي دي، چې د نړۍ په کچه ښه توپ اچونه کوي.
دواړه د مړوند څخه په توپ اچونه کې ډېر کار اخلي.
د راشدخان او کولډيپ یداف پرتله:
راشدخان په ښي لاس توپ اچونه کوي او یداف په کېڼ لاس توپ اچونه کوي، د راشدخان د توپ اچونې سپيډ یا سرعت زیات دی او د کولډیپ یداف د توپ سرعت کم دی. راشدخان تر کولډیپ یداف ډېر خطرناک او مشهور توپ اچوونکی دی.
راشدخان د افغانستان ملي لوبډلې سربېره د نړۍ په شا او خوا لس لوبډلو کې لوبېدلی دی، چې د نړۍ په کچه لومړی نمبر مصروف او لوبوکې بوخت لوبغاړی دی.

کولډيپ یداف بیا یواځې د هندوستان په لوبو کې لوبېږي او نورو لیګونوته د نورو هندي لوبغاړو په څېر نه پرېښودل کېږي.
کولډیپ یداف اوس له اسټرالیا سره د سیریز په درشل کې دی، هغه په لومړۍ شل اوریزه لوبه کې د چې په ګابا سیمه کې ترسره شوه، دوه اسټرالیایي لوبغاړي وسوځول او یواځې ۲۴ منډې یې ورکړې.
راشدخان بیا زیاتره د افغانستان لپاره هر فارمټ لوبو کې له لاسته راوړنو ډکه توپ اچوونه کړې ده.
د راشدخان او کولډیپ یداف د اورېج یا اوسط پرتله:
هندوستان د کولډیپ د ښې توپ اچونې سربېره لومړۍ شل اوریزه لوبه د لوبې باراني اصولو له مخې اسټرالیا ته په ۴ منډو وبایلله.
کولډيپ یداف اوس په شل اوریزه لوبو کې د اورېج په لحاظ تر راشدخان وروسته په شل اوریزو لوبو کې د نړۍ غوره بالر دی.
د راشدخان اورېج په هره لوبه کې ۱۲ اعشاریه ۴۰ دی او د کولډیپ یداف اورېج بیا ۱۲ اعشاریه ۴۵ دی، چې له راشدخان څخه پنځه سلنه وروسته دی.
له اورېج وروسته په ایکانومي کې هم راشدخان تر کولډیپ یا یداف غوره دی.
د راشدخان ایکانومي یا په هره اور کې د منډو ورکړه، ۶ اعشاریه صفر ۵ ده او د کولډیپ یداف بیا پنځه کم اووه ایکانومي ده.

راشد خان په ملي ټیم کې هم د یوه مهم لوبغاړي په حیث لوبیږي

په یو ورځنیو لوبو کې د راشدخان او کولډيپ پرتلنه:
راشدخان په حېرانوونکي ډول ښه توپ اچونه کړې ده. هغه په هره یو ورځنۍ لوبه کې ۱۴ اعشاریه ۴۷ منډې ورکړي دي، چې د نړۍ په کچه تر بومرا وروسته ښه توپ اچونه ده، خو اورېج له بومرا څخه د راشدخان ښه دی. راشدخان په ټولو یو ورځنیو لوبوکې ۱۱۸ وېکټې اخېستي دي.
کولډیپ یداف بیا ۲۰ اعشاریه صفر ۷ ایکانومي توپ اچونه کړې او ۶۷ وېکټې یې اخېستي دي. نو راشدخان د نړۍ په کچه په شل اوریزه او ټېسټ لوبو کې حېرانوونکی لوبغاړی دی.
په آې پي ایل کې د راشدخان او کولډیپ یداف پرتله:
راشدخان په آې پي ایل کې هره لوبډله په خورا دلچسپۍ اخلي او تېر کال بولۍ کې هم پرېټي زېنټا ډېره هڅه وکړه، چې راشدخان واخلي؛ د حېدراباد سره د هغه حقوقي لوبیزکارت هغه بېرته حېدراباد ته ورکړ.
راشد خان؛ د سنرایزر لپاره ښه توپوهونه هم کوي

کولډیپ یداف هم مخکې ممبيي انډیئنز لوبډلې سره لوبېده، خو تېر کال آې پي ایل کې هغه هم د راشدخان په څېر په کارت لرلو له امله کلکتې لوبډلې ته لاړ.
راشدخان د ۲۰۱۸ م کال اې پي ایل سیالیوکې ۲۱ وېکټې واخېستې او کولډیپ یداف بیا ۱۷ وېکټې تر لاسه کړې.
راشدخان په ۲۰۱۸ کال کې په ۹ کروړه روپیو واخېستل شو او کولډیپ یداف په ۵ اعشاریه ۸ کروړه روپیو پېرل شوی و.
دواړه لوبغاړي یو ځل بیا په ۲۰۱۹ کال آې پي ایل سیالیو کې خپلو لوبډلو سره یوځای کېږي او دا چې څوک به ښه کارکرده ګي کوي، وخت به یې ځواب کړي.