د سن رایزرز حېدراباد لوبډلې د ۲۰۱۹ م کال آې پي ایل سیالیو لپاره د لوبغاړو نوملړ خپور کړی.
د نومبر ۱۵ مه د آې پي ایل سیالیو لپاره د لوبډلو لپاره د شاملو او بهر لوبغاړو وروستۍ ورځ وه، نن باید هره لوبډله د هندوستان د کرکټ د کنټرول ادارې ته د لوبډلو نومونه وسپاري.
د حیدرد اباد پخوانی لوبغاړی شېکر دوان خو د یوې سوداګریزې معاملې په ترڅ کې ډیلي لوبډلې ته تللی دی او په بدل کې یې شهباز ندیم، ابېشک شرما او ویجی شنکر حېدراباد ته راغلي دي.
حېدراباد لوبډلې اته لوبغاړي له لوبډلې لرې کړي او ۱۷ لوبغاړي یې پکې پرېښې دي. ریډيمن ساحا، کارلوس برېتوېټ، کرېس جورډن او الېکس هېلس لرې شوي دي.
پرون د حېدراباد لوبډلې د آې پي یل راتلونکي لیګ لپاره د لوبغاړو د بیا اخېستلو او یا نه اخېستلو نوملړ خپور کړ.
په دغه نوملړکې محمد نبي، راشدخان، بېزل تمپي، بونېشور کومار، ډيپک هوډا، منېش پانډی، نترنجن، ریکي بوی، سندیپ شرما، شریواټس ګوسوامي، سېدرت کول، سېد خلیل احمد، یوسف پټان، بیلي سټنلېک، ډېوېډ وارنر، کېن ویلیمسن، شکېب الحسن، ابېشک شرما، شهباز ندیم او ویجی شنکر د بیا اخېستونکو لوبغاړو یا رېټېن لوبغاړو په لېست کې شامل دي.
سچېن بیبي، ټانمی اګروال، ریډیمن ساحا، کرېس جورډن، کارلوس برېتوېټ، الېکس هېلس، بېپل شرما، مهدي حسن او شېکردوان بیا نه اخېستل کېدونکو لوبغاړو نوملړ کې شامل دي.
د ۲۰۱۹ م کال آې پي ایل سیالۍ به یا په عربي متحده اماراتو او یا هم افریقا کې ترسره شي. او دا ځکه چې په هندوستان کې عمومي ټاکنې کېږي.
د ۲۰۱۹ م کال آې پي ایل سیالۍ په مارچ میاشت کې پېلېږي او د می میاشت کې پای ته رسېږي.
د دا ځل آې پي ایل سیالیو لپاره د پنځوس اوریز نړیوال جام لومړۍ لوبه هم دوه ورځې وروسته شوه.
نړیوال جام د می په ۳۱ مه پېلېده؛ خو اوس د کرکټ نړیوالې شورا ویلي، چې دا جام به د جون په ۲ مه نېټه پیل شي.
ډېوېډ وارنر چې تېرکال حېدراباد لوبډلې نه وتلی و اوس بېرته راستون شوی. وارنر د توپ خرابونې په قضیه کې یو کال له هر ډول کرکټ منع کړل شوی و.