افغان ګوګلي بالر راشدخان ارمان په ټولو نړیوالو لوبو کې د افغانستان په ملاتړ ۲۰۰ وېکټو ته ځان ورساوه،
ګوګلي ماسټر د یکشنبې په ورځ د مارچ په لسمه نېټه د ایرلېنډ خلاف پنځمه یو ورځنۍ لوبه کې د پال سټېرلېنګ وېکټ په ایل بي ډبلیو سره واخېسته او د خپلو وېکټو ډبل سلیزه یې ووهله.
په پنځمه لوبه کې ایرلېنډ افغانستان په ۵ وېکټو ماته ورکړه.
راشدخان د یو ورځنیو لوبو پیل په ۲۰۱۵ م کال کې کړی دی، تر دې دمه یې ۵۷ یو ورځنۍ لوبې کړي او په دغو لوبو کې ۱۲۳ وېکټې اخېستي دي.
راشدخان تر دې دمه په یو ورځنیو لوبو کې په ۳ اعشاریه ۹۰ ایکانومي توپ اچونه کړې ده.
۲۰۱۷ کال کې راشدخان د نړۍ خورا غوره توپ اچونه وکړه، هغه د ویسټ انډیز خلاف په ۱۸ منډو ورکولو سره ۷ وېکټې واخېستې.
د ۲۰۱۸ کال اسیا جام سیالیو په لړکې راشدخان په ۵ لوبو کې ۱۰ وېکټې واخېستې او په ۳ اعشاریه ۷۲ ایکانومي یې توپ اچونه وکړه.
راشدخان په ۲۰۱۸ کال تر ټولو توپ اچوونکو ژر د سل وېکټو اخېستلو ریکارډ خپل کړ.
افغان لېګ برېک اوس په یو ورځنیو لوبو کې تر بومرا وروسته دهم مقام کې دی.
راشدخان په ۲۰۱۵ م کال کې د شل اوریزو لوبو پیل د زِمبابوې خلاف وکړ، هغه اوسمهال په شل اوریزو لوبو کې ۷۵ وېکټې ترلاسه کړي دي او په هر اوور کې یې ۶ اعشاریه صفر دوه منډې ورکړي دي.
خان اوس په شل اوریزو لوبو کې لومړی نمبر بالر دی.
د ایرلېنډ دریمه شل اوریزه لوبه کې راشدخان د شل اوریزو لوبو هېټرېک کوونکو بالرانو کې خپل نوم ثبت کړ.
هغه د دوو اورونو په ۴ توپونو پر له پسې څلور وېکټې واخېستې.
د نړۍ په کچه ګوګلي ماسټر اووم بالر شو، چې شل اوریزو نړیوالو لوبو کې هېټرېک کوي.
افغانستان یواځې یوه نړیواله ټېسټ لوبه کړې، چې هغه یې په ۲۰۱۸ کال کې له هند سره وکړه.
راشدخان په دغې ټېسټ لوبه کې د ۱۵۴ منډو په ورکړې سره دوه وېکټې اخېستې وې.
د راشدخان د وېکټو ډبل سلیزه
که حساب وشي، راشدخان په ۵۷ یو ورځنیو لوبو کې ۱۲۳ وېکټې اخېستي، په شل اوریزو لوبو کې یې ۷۵ وېکټې اخېستي او یوه ټېسټ لوبه کې یې ۲ وېکټې اخېستي، چې د درې واړو ډولونو لوبو وېکټې سره جمع شي ټولې ۲۰۰ وېکټې کېږي.
د جمعې په ورځ د مارچ په ۱۵ مه نېټه افغانستان له ایرلېنډ سره یواځېنۍ ټېسټ لوبه پېلوي او د راشدخان وېکټو ته سترګې په لار یو.