هندي فلم سینما بالیوډ د رنویر سنګ او عالیه بهټ کامیاب ثابت شوی فلم (ګلی بوائ) د اسکر ایوارډ لپاره نوماند کړی.
د ګلي بوائې فلم ډائریکشن زویا اختر کړی دی، د زویا ورور فرحان اختر د دغه خبرې اعلان په ټویټر پاڼه کړی چې فلم (ګل بوائي) د بالیوډ لخوا په سرکاري ډلو سره د اسکر جایزې ۹۲ کالیزې پر مهال نوماندۍ ته غوره شوی.
دغه فلم د هند لخوا د (غوره نړیوال فیچري فلم) په ګټګورۍ کې د اسکر جایزې لپاره لېږل شوی دی.
فرحان اختر په یوه ټویټ کې روښانه کړې چې ګلي بوائي فلم دهند لخوا د اسکر جایز د ۹۲ مراسمو لپاره غوره شوی، له فلم فدراسیون او زویا، ریما کاګتي، رنویر سنګ، عالیه بهټ، سدهارت چترویدي او د فلم د نورو غړو څخه یې مننه کړې.
ګلی بوائي فلم کې رنویر سنګ د مراد رول لوبولی چې په ممبئ کې اوسېدونکی د ریپ سندرغاړی دی او د سختو حالاتو سره مبارزه کوي او یو ستوری جوړول له ځانه غواړي.
ویل کیږي دغه فلم د کوڅو د ریپ سندرغاړي ډيوائن اورنیجي څخه متاثره ده.
فلم روان کال په فبروري میاشت کې ریلیز شوی چې په باکس افس کې یې په ښه ګټې کولو سره کامیاب ثابت شو.
ګلي بوائي کې رنویر سنګ او عالیه بهټ څخه غیر سدهارت چترویدي او کلکي کوچلن هم کار کړی.
اسکر ایوارډ ته د دغه فلم د نوماندۍ خبر کلکي کوچلن په خپل ټویټ لیکلی: واه! د دې هفتي تر ټولو غوره خبر.