د رنویر او عالیه بهټ فلم په نړیوال فیسټیوال کې نندارې ته اېښودل کیږي

آبي رنګه تجريدي ډیزاین

د برلین په فلم فیسټیوال کې دا ځل د هندوستان د مشهور فلم ستوري رنویر سنګهـ او ځوانې هيروئیي عالیه بهټ فلم نندارې ته وړاندې کیږي.
د دوd دغه فلم تر اوسه ریلیز شوی نه دی خو ویل کیږي چې فلم ریلیز کېدو ته چمتو دی.
هندوستانۍ رسنۍ وایي، د فلم ستوري رنویر سنګهـ او عالیه بهټ راتلوونکی فلم (ګلی بوائی) راتلونکي کال په نړیوال برلین فیسټیوال کې نندارې ته وړاندې شي.
په دغه فیسټیوال کې به د هندوستان سربېره د نورو زیاتو هېوادونو فلمونه هم نندارې ته وړاندې شي.

په یوه نړیوال فیسټیوال کې د خپل فلم په انتخاب رنویر سنګهـ هم خوښي ښودلې او پر ټوئټر یې خپله خوښي څرګنده کړې ده.
د ۶۹ کلیزې برلین نړیوال فیسټیوال پيل به د فبرورۍ په ۷مه باندې وشي او د ۱۷ فبرورۍ پورې جریان ولري.
په دغه نړیوال فیسټیوال کې په نور نړیوال فلمونه هم د اسټرلیا، کاناډا، فرانسي، ترکيې او جرمني په شمول د یو شمېر نورو هېوادونو هم نندارې ته وړاندې شي او له ډلې به غوره فلم وټاکل شي.
د یادولو ده چې د رویا اختر په لارښوونه جوړ شوي فلم (ګلی بوائی) تر اوسه په هندوستان کې هم نه دی ریلیز شوی، خو د هندي رسنیو د رپوټونو له مخې فلم په پوره ډول خپرولو ته چمتو دی.
اټکل دی چې د (ګلي بوائی) فلم به راتلوونکی کال په ۱۴ د فبروري د سېنما پر پرده روښانه شي.