رنویر سنګ: پدماوتي کې د منفي رول وروسته مې له نړۍ زړه تور شو

آبي رنګه تجريدي ډیزاین

د بالیوډ سینما ځوان ستوری رنویر سنګ وایي نور نه غواړي چې په هیڅ فلم منفي کردار ولوبوي.
دی وایي د پدوماتي فلم کې یې منفي رول لوبولی و چې ډېر بد تاثیر یې پرې کړی او ژوند یې ورته تریخ کړی و.
ده وروسته له هغې په فلمونو کې د منفي کردار د لوبولو د انکار خبره ښکاره کړه چې په یوه تاریخي فلم کې ورته د دغه شان یوه رول د لوبولو غوښتنه وشوه.
ایکسپریس نیوز لیکلي، د کرن جوهر نوي جوړیدونکي فلم (تخت) کې د پاچا اورنګزیب منفي رول وړاندیز رنویر سنګ ته شوی وه، چې سنګ نه یوازې دا چې په دې فلم کې یې د دغه رول له لوبولی مخ اړولی بلکي ویلي یې دي چې نه غواړي په هیڅ کوم فلم کې منفي رول ولوبوي.
د ده په خبره؛ منفي رول لوبولو یې ذهن خراب کړی او دا یې ډېر نا ارامه کړی وو، ځکه نو نه غواړي نور د فلم منفي برخه شي یا ویلین رول کې راشي.
د علاوالدین رول له لوبولو وروسته تر ۲۱ ورځو یې ځان په کوټه بند کړی او بهر ته د تللو یې توان نه درلود.
همدا لامل دی چې رنویر د کرن جوهر په فلم تخت کې د اورنګزیب د رول پر ځای د مغل د پاچا د مشر ځوی دارا شیکهو رول لوبولو ته زړه ښه کړی چې د اورنګزیپ وړاندې په مثبت کردار کې به ولوبیږي.