افغان او سریلانکا لوبډلو پرتله؛ رامیز راجا وايي، افغان لوبډله ترې ښه او پیاوړې ده

لاس کې ودانۍ د جوړولو تخته

د پاکستانۍ لوبډلې پخواني لوبغاړي او د کرکټ اوسني تکړه مبصر رمیز راجا د نړیوال جام لپاره د افغانستان او سریلانکا کرکټ لوبډلې پرتله کړي، چې افغان لوبډله یې نسبت سریلانکا ته ښه بللې.
رمیز راجا په خپل یوټیوب چېنل رمیز سپېکس کې ویلي دي، چې سریلانکا یو ملېنګا او بل متیوز لري، چې ښې تجربې لري او دا هم معلومه نه ده، چې دوی دواړه به څومره په زړه پورې تمام شي؛ دی وایي د سریلانکا لوبډله ښه نه بریښي او په نړیواله کچه یې هم دریځ ډېر لوېدلی دی.
نوموړی وایي بل پلو د افغانستان لوبډله ښه لوبډله ده، دی د افغان لوبډلې د اسیا جام لوبو یادونه کوي، چې پکې ښه وځلېده.
د افغانستان د سپېن بالېنګ اټېک یې ډېر صفت کړی دی او هغه یې د لوبډلې د ملا تیر بللی دی، محمدنبي عیسی خېل، راشدخان ارمان او مجیب الرحمان یې یاد کړي دي.
دی وایي د افغان لوبډلې په اړه ښه تصور کېدای شي.

رمیز زیاتوي، چې توپ وهنې په برخه کې شهزاد او حضرت الله ځاځی شتون لري، دواړه ښه اوپننګ جوړه ده، راجا وایي شهزاد په اسیا جام سیالیو کې خورا ښه و، د هند خلاف یې ښکلې سلیزه ووهله.
د حضرت الله ځاځي د ریکارډي توپ وهنې یادونه یې بیا کړې، چې د ایرلېنډ خلاف یې یوه شل اوریزه لوبه کې ۱۶ شپږیزې ووهلې او ۱۶۲ ناسوځېدلې منډې یې وکړې.
د کرکټ مبصر راجا وایي حضرت الله ځاځی خورا ښه هېټر دی.
دی وایي د افغان لوبډلې هغه ستونزه هم په حل کېدو ده، چې کرکټ ماهرینو به ویل، چې افغانستان ښه توپ وهنه نشي کولای.
دی وایي د فسټ بالېنګ په برخه کې لږ ستونزه شته، ګلبدین نایب او حمید حسن هم ښه توپ اچوونکي دي، ګلبدین نایب په نوي توپ، توپ اچونه کوي او حمید حسن بیا درې کاله وروسته یو ځل بیا راغلی، چې منځنۍ توپ اچونه وکړي او سوېنګ باندې وېکټې وغورځوي.
راجا وایي له حمید سره یوه ښه جوړه باید موجوده وي او دولت ځدران یا هم افتاب عالم دا تشه ډکولای شي.
رمیز راجا په ټوله کې افغان لوبډله یوه په زړه پورې او مناسبه یاده کړې او نسبت سریلانکا ته یې د افغانستان د بریا چانس زیات ګڼلی دی.
د رمیز راجا د خبرو لېنک: