د آی پي اېل اوومه لوبه د راجستان رایلز او ډیلي کپېټلز لوبډلو ترمنځ ترسره شوه.
راجستان د ټاس په ګټلو سره لومړی توپوهونه وکړه، دې لوبډلې په شل اورونو کې د ۸ وېکټو په سوځېدو سره د لوبډلمشر رېشاب پنټ د ۵۱ منډو په مرسته ۱۴۷ منډې وکړې او راجستان ته یې ۱۴۸ منډې هدف ورکړ.
د راجستان لپاره درې وېکټې جایدوف اوناد کت او دوه وېکټې مستفض الرحمن واخیستې.
لوبه په ګرین وېکټ یا شنه ویشتن ځای وه، معمولا په داسې ویشتن ځایونو چټک بالران کامیاب وي او توپوهنه پرې سخته وي، همدا علت و، چې د ډیلي هدف کم و.
په لومړیو کې راجستان لوبډله هم له ستونزو سره مخ شوه، دې لوبډلې خپلې لومړۍ څلور وېکټې په ۱۷ منډو له لاسه ورکړې، خو افریقایي ډېوېډ مېلر د دې لوبډلې هیلې راژوندۍ کړې، هغه په سخت وخت کې لوبه مخته یوړه او لوبډله یې په قیمتي ۶۲ منډو راژوندۍ کړه.
د لوبې تر اوولسم اوور لوبه ۷۰ سلنه د ډیلي په لاس کې وه، خو دې وخت کې د افریقا بل الراونډر لوبغاړي کرېس مورېس د ډیلي لپاره درد سر شو.
هغه په ۱۸ توپونو ۳۶ ناسوځېدلې منډې وکړې او لوبه یې په شپږیزې وهلو سره پایته ورسوله.
نوموړي په رباډا او ټام کورن څلور شپږیزې ووهلې او په بریا له لوبغالي ووت.
راجستان، ډیلي ته په ۳ وېکټو ماته ورکړه او خپله لومړۍ بریا یې ثبت کړه.
د لوبې غوره لوبغاړی جایدوف اونادکت وپېژندل شو، هغه په څلورو اورونوکې ۱۵ منډې ورکړې او درې وېکټې یې ترلاسه کړې.
د ډیلي او راجستان تېرې لوبې او د بریا کچه
دواړه لوبډلې په ۲۲ لوبو کې سره مخ شوي دي، چې ۱۱ یې ډیلي او ۱۱ راجستان ګټلي دي.
د جمعې په ورځ د اپرېل په ۱۶ مه چینای سوپرکېنګز لوبډله د پنجاب پر وړاندې د لیګ اتمه لوبه کې مخ ده.