د سختو واورو له کبله د افغانستان په شمال کې مسافر او موټرچلوونکي له ستونزو سره مخ دي

د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې د سختو واورو ورېدو او طوفانونو په دوام د سالنګ د لویې لارې بندېدو مسافرین او موټرچلوونکي له سختو ستونزو سره مخ کړي.

 دوى وايي د ډېرې واورې او د لارې د بندېدو له امله اړ شوي چې ساعتونه په یخنۍ کې تېر کړي.
د طالبانو حکومت د ټولګټو چارو وزارت ویاند، محمد اشرف حق‌شناس، د چهارشنبې په ورځ ناوخته پر خپلې ایکس پاڼې/ پخوانی ټویټر ليکلي، “د سالنګ لویه لار د شپې ۱۱ بجې د مسافر وړونکو او باروړونکو موټرو پر مخ تړل شوې ده”.

حق شناس له خلکو غوښتنه کړې چې تر بل اعلان پورې دې پر دې لار له سفر کولو ډډه وکړي.
که څه هم نوموړي د پنجشنبې په ورځ د دې لارې د بېرته پرانېستل کېدو خبر ورکړی، خو ځینې موټر چلوونکي  وايي چې لا هم دا لاره نه ده خلاصه شوې.
احمدګل چې یو موټر چلوونکی دی او هر وخت په دې لار تګ راتګ کوي وايي، “موږ چې راغلو لاره بنده وه خو د شپې له خوا د سالنګ جنوبي خوا خلاصه وه، خو شمالي خوا ته واوره ورېده موټر درول شوي وو،  او تر اوسه چې د ورځې یوه بجه ده، لاره نه ده خلاصه شوې”.

د احمدګل په ټکو، “په هوټلونو کې ګڼه ګوڼه ده، ځای نشته خلک وږې دي، مسافرین سخت په تکلیف دي، په ځانګړي ډول ښځې او ماشومان ډېر په ستونزو کې دي”.
د طالبانو حکومت د ټولګټو وزارت ویاند محمد اشرف حق‌شناس دغه شان د چهارشنبې په ورځ ناوخته په خپله اکس پاڼه لیکلي، “د سختو واورو ورېدو او طوفانونو له امله د بامیان ولایت یو شمېر لارې هم تړل شوي دي”.
حق‌شناس زیاته کړې چې د قوناق کوتل سړک (له ورس ولسوالۍ مرکز څخه تر قوناق کوتل پورې) د کوتل شاتو لار (په یکاولنګ کې له دیوالي دشت څخه د پنجاب ولسوالۍ تر مرکزه) او دغه شان د ده سیاه درې سرک (د پنجاب ولسوالۍ له ده سیاه درې څخه تر پل بند شوی پورې) د سختو واورو او طوفان له امله د ترافیکو پر مخ تړل شوي دي.

د بامیان ولایت د ورس ولسوالۍ یوه اوسېدونکي محمود د پنجشنبې په ورځ د (فبرورۍ په ٢٠مه) وویل، “د سختې واورې له امله څو ساعته په یوې لاره کې بند پاتې وو”.

د هغه په ټکو، “زه خپله شاوخوا درې ساعته بند پاتې شوم، موټر په سخته تګ راتګ کاوه، زموږ په موټر کې سپين سرې ښځې او ماشومان ول، موټر نه شو تلای، نو موږ مجبوره شو چې ښځې او ماشومان له موټر ښکته کړو او هغوی تر کوتل شاطو پورې پلي ولاړل. واوره ډېره ورېده”.
دا اندېښنې په داسې حال کې دي چې د پکتیا په ولایت کې د طالبانو حکومت ځايي چارواکي وایي، د خوست-کابل لویه لاره هم د سختو واورو له امله د چهارشنبې له شپې راهیسې، د پکتیا ولایت د کوتل تیری په سیمه کې بنده شوې ده.
ځايي چارواکو ویلي، درنې واورې شاوخوا درې کیلومتره سړک بند کړی دی.
دا لومړی ځل نه دی چې د سختو واورو او طوفانونو له امله د سالنګ لویه لاره او د افغانستان د بېلابېلو ولایتونو لارې تړل د موټرو او مسافرو پر مخ تړل  کېږي، بلکې د روان ژمي پر مهال، دا لارې څو ځله بند شوي او مسافرین او موټر چلوونکي یې له سختو ستونزو سره مخ کړي دي.
دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو  حکومت د ترانسپورت او هوايي چلند  وزارت د چهارشنبې په ورځ د حوت په لومړۍ نېټه د افغانستان په ۲۶ ولایتونو او سالنګونو کې د واورې د اورښت او طوفانونه خبردارى ورکړى دی.

About ياران ټیم 3421 Articles
یاران ټیم په هېواد کې دننه او بهر او د افغان لیکوالو او خبریالانو متعهده ډله ده چې په داوطلبانه توګه د یاران لپاره خبرونه، لیکنې او معلومات چمتو کوي.