سپورټ یاران
د سنرایزرز حیدراباد کرکټ لوبډلې په خپله ټوېټر پاڼه د راشدخان او محمدنبي عیسی خېل سره د مرکې ویډیو خپره کړې.
په دغې ویډیو کې له هغوی څخه د قرنطین په اړه، له قرنطین څخه د بېرته راوتلو، په کېمپ کې د ګډون له امله احساس کولو، د تېر آی پي اېل او د روان آی پي اېل او همدارنګه د مسلمان او فسټ بالر خلیل احمد په اړه پوښتنې کړي دي.
محمدنبي عیسی خېل ویلي، دی له دې وړاندې په کرېبیئن سوداګریزو لوبو کې و، هلته یې هم د قرنطین دوره تېره کړه او له هغه ځای وروسته د آی پي اېل لوبو لپاره دوبۍ ته راغی، دلته یې هم د قرنطین مرحله پای ته ورسوله.
د محمدنبي ځواب دا دی، چې اوس چې یې تمرینات وکړل او له دې تمریناتو خوښ دی، ځکه دا ده ته چانس ورکوي، چې خپلې لوبې ښې مخته یوسي.
د نبي په خبره دی خوښ دی، چې بېرته له حېدراباد لوبډلې سره مل دی.
خلیل احمد چې په حېدراباد لوبډله کې چټک مسلمان توپ اچوونکی دی، د هغه په هکله وایي، چې هغه سره له وړاندې کتلي او ملاقات یې ورسره شوی دی.
بل پلو راشدخان هم وایي، چې د تېر ای پي اېل په پرتله په دې آی پي اېل لوبو کې به تغیرات وي، خو ده د دې سیالیو د ښه ترسراوي په موخه نوی بېټ اخیستی او غواړي چې ښې لوبې مخته یوسي.
شپږ افغان لوبغاړي د ویسټ انډیز په سوداګریزو لوبو کې تر لوبېدو وروسته، راشدخان، مجیب الرحمن او محمدنبي له همغه ځایه سیده عرب متحده اماراتو ته ولاړل او هلته له خپلو لوبډلو سره یو ځای شول.
د راشدخان او محمد نبي دې اړوند لوبډله سن رایزرز حیدراباد د دوشنبې په ماښام له رایلز چلېنجرز بنګلور لوبډلې سره لوبه لري.
راشدخان او محمدنبي ۲۰۱۷ کال کې له حیدراباد لوبډلې سره مل دي او سږ کال یې څلورم ځل دی، چې دې لوبډلې سره لوبېږي.
په سي پي اېل سوداګریزو لوبو کې ټول افغان لوبغاړي ښه ځلېدل او آی پي اېل کې هم په ځان ډاډه دي، چې ښې لاسته راوړنې به ولري.
Out of quarantine 👉 Back in training
Our Afghan duo is 🔙 😎@rashidkhan_19 @MohammadNabi007 #OrangeArmy #KeepRising #IPL2020 pic.twitter.com/ntmI7tjPtm
— SunRisers Hyderabad (@SunRisers) September 19, 2020