راشدخان وایي رېشاب پنټ خطرناک توپوهونکی دی

لاس کې ودانۍ د جوړولو تخته

لیکنه: سمیع الله درانی
د افغان لوبډلې ګوګلي توپ اچوونکي راشدخان ویلي چې دی هغو توپوهونکو ته سمه توپ اچونه نشي کولای چې سخته توپوهنه یا هارډ هېټېنګ کوي.
هغه اوس له یوز وېندرا چهل سره په خبرو کې ویلي، چې دی کله د هندوستان توپوهونکي رېشاب پنټ ته توپ اچونه کوي، نو له ستونزو سره مخ وي.
رېشاب پنټ د ۲۰۱۹م نړیوال جام نیمه پایلوبې راپدېخوا د هندوستان لوبډلې سره لوبېږي او ایم ایس ډوني رول ورکړل شوی دی.
پنټ د ۲۰۱۹م  آی پي اېل سیالیو پرمهال ډېر مشهور شو، هغه د ډیلي لوبډلې په ګټه یوه لوبه کې د آی پي اېل تر ټولو زیاتې ۱۲۸ منډې کړې وې.
نوموړی هر توپ پسې د شپږیزې او څلویرزې لپاره بېټ ور اچوي او د بونډریانو هڅې کوي.
راشد خان او د رېشاب پنټ کیسه
راشد خان وایي ۲۰۱۵م کال ۱۹ کلنو درې اړخیزه لوبلړۍ کې چې د هندوستان په کلکته کې ترسره شوه، رېشاب پنټ خورا خطرناکه توپوهنه وکړه، هغه په یو اوور کې درې شپږیزې ووهلې او افغان بالران یې وټکول.
د ۲۰۱۶م کال د ۱۹ کلنو نړیوال جام پرمهال هم هغه خطرناکه توپوهنه کوله.
راشد خان وایي زه چې کله رېشاب پنټ او یا هم د ویسټ انډیز هيټرانو ته توپ اچونه کوي، نو توپ فول لاین نه غورځوي، بلکې توپ یو څه پاتې ترسره کوي، چې د غټ شاټ هڅه ونه کړي.
سپین بالران زیاتره وخت توپ د شاټ لپاره توپوهونکو ته ور رسوي، چې سوېنګ سره اېج واخلي او کېچ اوټ شي.
خو سختو هیټرانو ته باید بال ونه رسول شي، ځکه هغوی توپ د تخنیک په مرسته نه لوبوي، بلکې د زور په وسیله یې له پولې د اړولو هڅه کوي.
رېشاب پنټ هم یو له هیټرانو څخه دی.
images (4).jpeg