د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر د صلاح الدین رباني هغو څرګندونو چې د الیکترونکي تذکرو د ویش سره یې دخپل مخالفت په ترڅ کې ( افغان) هویت کاذب بللی، په ټولنیزو رسنیو کې د خلکو پراخ عکس العمل راپاورلی دی او ګڼو خلکو د نوموړي د سمدستې استعفا غوښتنه کړې.
ښاغلي رباني چې د بهرنیو چارو د وزارت دنده ورته د ملي یووالي د حکومت ترمنځ د واک د ویش په پایله کې رسیدلې تر دې مخکې هم د بهرنیو اړیکو او چارو له سنبالښت زیات په قومي او تنظیمي ناندریو کې بوخت پاتې شوی او وخت پر وخت په حکومت کې دننه د شمالي ټلوالې د ګټو مسلې راپورته کړي. خو دا لومړی ځل دی چې په داسې څرګندو ټکیو افغان هویت کاذب بولي. نوموړې پر خپله رسمي فیسبوک پاڼه لیکلي:
” زموږ خلک له تروریستي ګواښونو سره مخ دي او تر بل هر څه زیات امنیت ته اړتیا لري. په داسې شرایطو کې باید د منسوخ شویو قومي سیاستونو پر ځای د ترهګرۍ پر ضد د قاطع اقدام په فکر کې و اوسو. ایا زموږ یووالی زموږ په تنوع کې دی او که د کاذب هویت په تحمیل کې؟ ….“
له کاذب هویت څخه د ښاغلي رباني اشاره افغان هویت ته ده چې په الیکترونیکي تذکرو کې یادونه شوې ده.
د ټولنیزو رسنیو ګڼو کارونکي د ښاغلي رباني پر دې پوسټ نوموړې ته سختې انتقادي څرګندونې لیکلي او ځینو ان سپکې سپورې ویلي. یو شمیر نورو بیا د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر د افغان هویت ته په کاذب ویلو نوموړی افغان ولس او اساسي قانون ته په توهین تورن کړی.
د فیسبوک یو کارونکي شاه ولي زبیر پر خپله فیسبوک پاڼه لیکلي:
” د افغانستان د اساسي قانون د تصویب د لویې جرګې پر مهال خبریال وم او د جرګې د څو ورځنیو غونډو پر مهال مې راپورونه جوړول. د صلاح الدین رباني پلار برهان الدین رباني، د اساسي قانون د تصویب په جرګه کې تر ټولو مخکښ رول درلود او د هرې مادې په اړه د بحث وروستۍ پریکړه د استاد رباني حق و. د هماغه استاد رباني له خوا تصویب شوی اساسي قانون په څلورمه ماده کې صریح حکم کوي چې (د افغـان كلمـه د افغانسـتان د ملـت پـر هر فرد اطلاق کیږي) . صلاح الدین نه یوازې د اساسي قانون سپکاوی کوي بلکې د خپل پلار ناخلفه هم دی. “
مدثر حسني په نوم یو بل افغان لیکلي:
” د بهرنیو چارو وزارت د حکومت لوړه څوکۍ ده. که د بهرنیو چارو وزیر په دې کچ د یوې سترې دولتي پروسې مخالف وي، باید اصولاً، قانوناً او اخلاقاً له خپلې دندې استعفا وکړي، او له استعفا وروسته هم ملي هویت ته د سپکاوي حق نه لري. کنه ولسمشر یې باید له کابیني وشړي او که داسې ونه کړي نو ګرد سره ټول حکومت مشروعیت نه لري“
افغان ژورنالیست جعفر هاند له ښاغلي رباني سپیناوی غوښتې ، نوموړي پر خپل فیسبوک پاڼه د بهرنیو چارو د وزیر وروستی پوسټ شریک کړی او ورسره یې لیکلي:
”د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر جناب صلاح الدین رباني صاحب د تذکرو وېش د یو “کاذب هویت” تحمیلول ګڼلي. کاذب هویت یانې څه؟؟ ایا “افغان” کاذب هویت دی. ښاغلی رباني، تاسو د افغانستان د ډيپلوماتیکې دستګاه ” مشر” ياست. د ډيپلوماسۍ په لحاظ باید ستاسو تش روغبړ او سلام و علیک هم شل رقمه تعبیر او تفسیر شي؟ لطفآ وضاحت ورکړئ، له کاذب هویت څخه مو هدف څه دی؟؟؟“
افغان لیکوال او ژورنالیست نعمان دوست پر خپله فیسبوک پاڼه لیکلي:
”د رباني د نا خلف اولاد سپين سترګیو او بې ادبیو ته حوصله له دې وطن او له دې ولس سره خیانت دی.“
ښاغلي دوست د ولسي جرګي استازو ته په خطاب کې لیکلي دي: یا صلاح الدین خان استیضاح ته غوږ نیولی راکش کړئ او یا ځان ته د ملت استازي مه وايئ؛ پر ځان ملنډې وهل نه وي په کار!
افغان ورځپاڼه لیکونکي او سیاسي فعال اباسین بریال پر خپله فیسبوک پاڼه ویلي:
”که خیانت ته تعریف او جزا وی، نن به صلاح الدین رباني په ځانګړي زندان کې وای، نن به د صلاح الدین رباني پرونۍ خبره د ملي شورا، قضایه قوې، ارګ ، سیاسي احزابو او وطندوستو اشخاصو د قهر او غبرګون اصلي موضوع وای.
د افغانستان فرد فرد ته یې د خپل هویت پيغور ورکړی، ملي هویت یو جناب مقام کاذب هویت ګڼلی.
څومره بې وسه بې غیرته شوو، څومره بې وجدانه دولت مو دی، نه مو له مرګه ژغوري نه له توهینه. بې دولته ملت.“
په زرګونو نورو عامو افغانانو، سیاستوالو او فعالانو هم د بهرنیو چارو د وزیر صلاح الدین رباني څرګندونې افغان ولس او د هغوی ملي هویت او د افغانستان اساسي قانون ته سپکاوی بللی او د ملي یووالي حکومت مشرانو څخه یې غوښتي چې د بهرنیو چارو د وزیر له څوکۍ دې ولس ته د کنځلو لړۍ پای ته ورسوي.
د یادونې وړ ده چې اجرایه ریس عبدالله عبدالله، د بلخ پخواني والي عطا محمد نور، احمد ضیا مسعود او د شمال ټلوالې یو شمیر نورو مشرانو هم د الیکترونیکي تذکرو ویش سره مخالفت کړی دی. که څه هم د هغوی پر مخالفت هم نیوکې شوي، خو لږ تر لږه د افغان ولس ملي هویت ته یې سپکاوی نه دی کړی.
د ملي یووالي د حکومت اوسني کمزوري وضیعت ته په پام ګومان نه کیږي چې ارګ او یا ولسي جرګه دې ددې سپکاوې له کبله د ښاغلي رباني پر خلاف کوم اقدام وکړی شي. همدارنګه دا تمه هم نه شته چې ښاغلي رباني دې له اخلاقي پلوه په یو داسې حکومت کې چې له پریکړو سره یې په دې حد مخالف دې له کار کولو استعفا وکړي.