- لیکنه: حامد مشواڼی
له څه وخت راهيسې نړۍ د کرونا (Covid-19) په نامه ناورين سره مخ شوې ده. دې وايرس د نړۍ ډېری هېوادونه ځپلي دي. له دې وايرس څخه د مړينو شمېر کابو له 28,800 څخه اوښتی دی. لکه څنګه چې ويل کېږي، دا وايرس د تماس/لګېدو/ګڼه ګوڼې له لارې ډېر انتقالېږي؛ نو ځکه د نړۍ ډېری لوی ښارونه تړلي دي. ټولو خلکو ته د دې توصيه کېږي چې له کورونو څخه را و نه وځي. د ډاکټرانو په وينا له دې وايرس څخه د ځان ژغورلو تر ټولو غوره لاره قرنطين، ځان ګوښه کول، يوازې کېدل(Quarantine ,Isolation) دي. له بده مرغه دا ناورين زمونږ هېواد ته هم رارسېدلی دی، له همدې امله ډېری بنسټونه رخصت دي او خلک په کور ناست دي؛ نو له دې امله ښه خبره دا ده چې دا وخت بېځايه تېر نه کړو او ګټه ترې واخلو. هر څوک به د ګټورې بوختيا لپاره خپل اند لري، خو زما په ذهن کې لاندې لارښوونې دي، هيله ده ټولو ته ګټورې ثابتې شي.
لومړی: عبادت
د قرنطين موده د الله د عبادت لپاره تر ټولو غوره موقع ده. د قرنطين پر مهال خپل وخت قيمتي کړئ او د الله تعالی عبادت په کې وکړئ. په دې موده کې نفل لمونځونه، تلاوت او ديني مطالعه مه هېروئ.
دويم: مطالعه وکړئ
د قرنطين د مودې د قيمتي کولو دويمه لاره مطالعه کول دي. مطالعه په وزګار وخت او يوازې ځای کې ډېره ښه کېږي. د قرنطين پر مهال بايد محصلين او د ښوونځيو زده کوونکي د خپلو مضامينو مطالعه وکړي. دا وخت هغوی ته زرين چانس دی. داسې چانس هېڅکله بيا په لاس نه ورځي.
درېم: د کور په کارونو کې مرسته
د قرنطين پر مهال يوازې په عبادت او مطالعه باندې بسنه مه کوئ. د قرنطين پر مهال په کور کې د کور له خلکو سره په کارونو کې مرسته وکړئ. د کور په کارونو کې مرسته زمونږ د پيغمبر صلی الله عليه وسلم سنت هم دی. هېره مو نه وي چې د قرنطين موده د اشپزۍ د زده کړې لپاره يو زرين چانس دی.
څلورم: عامه پوهاوی
اوس نړۍ د يو کلي په څېر ده اوهر کس خپل پيغام په ثانيو کې خپل ډېرو خلکو ته رسولای شي. د قرنطين پر مهال هڅه وکړئ، څو خلکو ته د کرونا پر مهال عامه پوهاوی ورکړئ. د ټولنيزو رسنيو له لارې له ډاکټرانو او دولت سره د عامه پوهاوي په برخه کې مرسته وکړئ. د ټولنيزو رسنيو له لارې د کرونا پر ضد ډېر ښه کمپاين کېدای شي. د ډاکټرانو په وينا که چېرته خلک د ډاکټرانو توصيې واوري او عملي يې کړي؛ نو ډېر احتمال شته چې له کرونا څخه وژغورل شي. له همدې امله تاسو هم په دې برخه کې خپل مسؤليت ادا کړئ او له دې وزګار وخت څخه مو د کرونا په اړه عامه پوهاوي کې اعظمي ګټه واخلئ.
سلامونه او نیک هیلی
د یاران د گروپ مشره ته
زه غوارم چی یو کتاب ولیکم ایا ستاسو د لیکنه سخه هم استفاده کولی شم ستاسو د جواب په هیله
سلامونه ، تاسو د یاران په یادونې سره زموږ له لیکنو استفاده کولی شئ