د قطر د بهرنیو چارو وزیر د طالبانو د حکومت له اقتصادي مرستیال سره په دوحه د افغانانو د اقتصادي ستونزو د حل په اړه خبرې کړي دي

د قطر د بهرنیو چارو وزیر د طالبانو د حکومت له اقتصادي مرستیال ملابرادر سره

د طالبانو د حکومت اقتصادي مرستیال ملاعبدالغني برادر د قطر په پلازمینه دوحه کې د دې هېواد له بهرنیو چارو وزیر محمد بن الرحمن ال ثاني سره کتلي دي.

د طالبانو د حکومت د ریاست الوزرا اقتصادي معاونیت د پنجشنبې په ورځ د (فبرورۍ په ۱۳مه) پر خپلې ایکس پاڼې ویلي، په دې کتنه کې د افغانستان او قطر ترمنځ د اړیکو پر پراختیا، اقتصادي مسایلو او د قطر د حکومت او خصوصي سکتور له لورې په افغانستان د پانګونې په اړه خبرې شوي دي.

د قطر د بهرنیو چارو وزارت نن د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي، په کتنه کې د افغانانو پر شته ستونزو خبرې شوي او د قطر د بهرنیو چارو وزیر ژمنه کړې چې د افغانانو ملاتړ ته به دوام ورکوي.

قطر له هغوو ګوتو په شمیر هېوادونو څخه دی، چې د طالبانو د حکومت لوړپورې چاروکې ورته وخت ناوخت سفرونه کوي او دې ډلې سیاسي دفتر هم د قطر په پلازمینه دوحه کې دی.