نه تاج محل جوړ شو، نه یې د مئينې زړه وچاودید !

سپینه تجريدي ډیزاین

دا سپين ږيری فضل حسن قادري نوميدی، چي د هندوستان د اُتار پرديش ايالت د بلند شير په ولسوالۍ کي اوسيدی.
دده شاته چي کومه ودانۍ ده، دې سپين ږيري د خپلي دويمي ميرمني لپاره په ۲۰۱۲ز کال کي په مرمرو د کوچني تاج محل په جوړولو پيل وکړ. د سپين ږيري تاج محل لا يوڅه کار پاته وو چي پيسې يې کمي سولې.
ددې تاج محل خبر تر لومړي وزير پوري ورسيد، وزير قادري راوغوښت او وړانديز يې ورته وکړ چي دا ودانۍ به حکومت ورته په مرمرو ودانه کړي.
خو قادري يې وړانديز رد کړ، هغه لومړي وزير ته وويل چي دا خو ما اوس جوړ کړی نور کفايت کوي، ته ددې پرځای زموږ په کلي کي د انجونو کالج راته جوړ که.
اوس د کالج پر جوړيدو کار روان دی، چي يو اندازه ځمکه خپله قادري ورکړې.
thequint2F2018 112F74a16c3c a92b 419f bb47 e49fa555d1262Fconcrete Taj Mahal نه تاج محل جوړ شو، نه یې د مئينې زړه وچاودید !
د سپين ږيري خپلوان وايي: فضل حسن قادري ددې ودانۍ لپاره مرمر د جيپور څخه راوړل او تر دوه ميليونو پوري روپۍ يې ورباندي مصرف کړلې، خو وخت ورسره ناځواني وکړل.
دده خپلوان اوس غواړي چي دده د ميرمني په مرسته دا تاج محل داسي جوړ کړي،لکه د مغولو امپراتور شاجهان چي خپلي ملکې ممتاز بيګم ته جوړ کړ.
قادري د تاجا مولي سره په ۱۹۵۳ز کال کي واده وکړ،خو قادري ورته د ژوند په وروستيو کي د ميني يادګار پريښود.
2C550F1500000578 3235468 Mr Quadri based the structure on the Taj Mahal which Mughal Empe a 9 1442340048742 نه تاج محل جوړ شو، نه یې د مئينې زړه وچاودید !
فضل حسن قادري د تيري جمعې په ورځ د اورسوځيدني په پيښه کي د ژورو ټپونو له امله د ۸۳ کلونو په عمر روغتون کي ساه ورکړل، خو تاجامولي ددې د ميني په تاج محل کي دده په يادونو کي ژوند تيروي.