پي ایس ایل سیالیو کې د ملتان سلطان لوبډلې لپاره بد خبر !

لاس کې ودانۍ د جوړولو تخته

د پاکستان کرکټ بورډ اعلان وکړ، چې دوی د ملتان سلطان لوبډلې څخه د ۲۰۱۹ م کال پي ایس ایل سیالیوکې د لوبېدو حق د دې لپاره واخېست، چې د دغې لوبډلې پخوانی مالک چې د سکان پراپرټي بروکر په نامه شرکت و، د مالي سیستم په تصفیه کې پاتې راغلی دی.
پاکستاني کرکټ بورډ دغه اعلان د شنبې په ورځ کړی دی.
د پي ایس ایل یا پاکستان سوپرلیګ سیالیو بولۍ ته یواځې ۷ ورځې پاتې دي. ملتان سلطان لوبډلې لوبډلمشري شعیب ملک کوي، چې اوس یې لوبډله د مالیې سیسټم د نه روڼوالي له امله له خطرسره مخ ده.
مخکې ویل کېدل چې ملتان سلطان لوبډله به د لیګ شپږمه لوبډله وي، چې لوبې به وکړي؛ خو خبر داسې دی، چې دا لوبډله له سیالیو حذف کېږي.
۲۰۱۹ م کال کې د پي ایس ایل سیالیو څلورم پړاو ترسره کېږي.
د پاکستان کرکټ بورډ ویلي چې د ملتان لوبډلې نه شتون په سیالیو هیڅ منفي اغېز نه شي غورځولی.
د ۲۰۱۹ م کال پي ایس ایل سیالۍ د فبروري په ۱۴ مه نېټه پېلېږي، چې ۳۴ لوبې به پکې ترسره شي.
سکان سوداګریز ګروپ په عربي متحده اماراتو کې یوه کمپنۍ ده، چې اصلا د یوه پاکستاني وګړي ده او رېښه یې له پاکستان سره تړلې ده.
دې کمپنۍ د ملتان لوبډله په ۵ اعشاریه ۲ ملیونه امریکایي ډالر پېرلې وه، چې پېسې یې په خپل وخت نه دي ادا کړي؛ بل پلو د کراچۍ لوبډله د اري په نامه یوه شرکت پېرلې ده.
د دوبۍ د ځمکو د کنټرول دولتي شعبې د سکان شرکت پانګه ثبتوله، چې د دغه شرکت د پانګې اچونې سیستم یې ناسم وباله او په هغه شرکت یې د ۲۰۱۸ م کال د اګسټ په میاشت کې بندیز ولګاوه.
د پاکستان کرکټ بورډ په وېنا د ۲۰۱۹ م کال پي ایس ایل سیالیو کواټرفاینلې، سیمې فاینلې او پایلوبه به په اسلام اباد او یا هم لاهور کې ترسره کېږي.
وسیم اکرم، سېنګا کارا د ملتان لوبډلې روزونکي دي، شعیب ملک، کېرون پولارډ، سهیل تنویر، عمران طاهر او ځېنې نور لوبغاړي په دې لوبډله کې لوبېدل.
اوس د ملتان لوبډلې د لوبېدو حق د مالي حساب د نه تصفیې له امله کنګل شوی دی.