دا چې د فبروري په ۱۴ مه نېټه د پاکستان سوپرلیګ سوداګریزې کرکټ سیالۍ پېلېږي؛ نو د افغان لوبغاړو د لوبېدو برخلیک پکې څرګند نه دی.
په تېر کې د افغانستان سوداګریز لیګ لپاره پاکستاني لوبغاړي په بولي کې اخېستل شوي وو، چې بیا د پاکستان کرکټ بورډ خپلو لوبغاړو ته په دغه لیګ کې د لوبېدو اجازه ورنه کړه.
د دواړو هېوادونو ترمنځ سیاسي کړکېچ په کرکټ هم اغېز کړی دی او همدا علت دی، چې افغانستان او پاکستان کرکټ لوبډلې او لوبغاړي په خپلو له سخت ضد څخه کار اخلي.
د پاکستاني او افغان کرکټ لوبډلو او کرکټ بورډونوترمنځ ستونزه هغه مهال زیاته شوه، کله چې افغان او پاکستاني کرکټ بورډونو په خپلو کې د ۳ شل اوریزه لوبو لړۍ ترتیب کړه، چې ځېنې لوبې به یې په کابل او ځېنې پاکستان کې ترسره کېږي، په دې اړه د ۲۰۱۷ م کال په لومړیو کې خبرې شوې وې.
خو افغان کرکټ بورډ دا سیالۍ هغه مهال رد کړې، کله چې په کابل کې د روژې په پنځمه ورځ د وزیر محمد اکبرخان سیمه کې یو ټانکر بم چاودنه وشوه او ډېری خلک یې ووژل.
له دې وروسته په شپږیزه لیګ کې هم پاکستاني برحاله او فعال لوبغاړي ونه لوبېدل.
بیا د پاکستان پي ایس ایل سیالیوکې افغان لوبغاړي اخېستل شوي وو، چې افغان کرکټ بورډ هم اجازه ورنه کړه، چې لوبغاړي يې په پاکستاني کرکټ لیګ کې ولوبېږي.
د پي ایس ایل څلورم پړاو لپاره د نومبر په میاشت کې بولي ترسره کېږي او ښایي افغان لوبغاړي پکې واخېستل شي؛ خو د لوبېدو تضمین یې یواځې افغان کرکټ بورډ کولای شي.
همداسې کړکېچ د پاکستان او هندوستان ترمنځ هم شته، چې ډېری وختونه د هندوستان او پاکستان سیاسي کشالې پر لوبډلو اغېز کوي او د دوی ترمنځ د لوبو پرمهال سخت ضد موجود وي.
په همدې ډول یوه پېښه د ۲۰۱۸ م کال اسیا جام سیالیو کې هم وشوه، چې د افغانستان او پاکستان په لوبه کې خورا جوش موجود و او لوبغاړي یو بل ته سخت په قهر و او لوبه یې له ضد څخه ډکه وه.
د ۲۰۱۹ م کال پي ایس ایل سیالیو لپاره بولۍ ته شا او خوا ۵ ورځې پاتې دي او لوبډلې به لوبغاړي اخلي.
دا چې افغان لوبغاړي به پکې بولۍ ته وړاندې شي او کنه؟ بولۍ ورځ ته په تمه پاتې کېږو.
د ورزشي وېب پاڼو د راپور له مخې ۲۰۱۹ کال پي ایس ایل لیګ ته به ۵ سوه لوبغاړي بولي ته وړاندې کېږي.
پېښور زلمي، کوېټه ګلاډېئټرز، اسلام اباد یونایټېډ، لاهور قلندرز، کراچي کېنګز او یوه بله لوبډله ښایي د ملتان سلطان لوبډلې پرځای ولوبېږي.