لیکنه: محمدصابر حمیدي
ټاکل شوې راتلونکې شنبه د پاکستان سوپرلیګ یا PSL پیل شي، چې پکې پنځه اخیستل شوو افغان لوبغاړو د ګډون په موخه په جلا ـ جلا توګه یاد هیواد ته سفر کړی.
په PSL کې اخیستل شوي افغان لوبغاړي
د یاد لیګ بولۍ ته ګڼو افغان لوبغاړو نوملیکنه کړې وه، خو له ډلې یې راشدخان ارمان، محمدنبي عیسی خېل، مجیب الرحمن ځدران، قیس احمد او نوراحمد لکڼوال وپېرل شول.
محمدنبي او نوراحمد د کراچي کینګز، راشدخان د لاهور قلندرز، مجیب ځدران د پېښور زلمي او قیس احمد بیا د کویټه ګلډیټرز لوبډلې سره یوځای شول.
د پاکستان سوپرلیګ
د پاکستان شپږم پړاو سوپر لیګ د شپږ لوبډلو ترمنځ د روانې فیبرورۍ میاشتې په ۲۰مه نېټه(راتلونکې شنبه) پیلیږي او د راتلونکې مارچ میاشتې تر ۲۲مې نېټې پوري به دوام وکړي.
اسلام اباد یونایټیډ، ملتان سلطانز، لاهور قلندرز، پېښور زلمي، کویټه ګلډیټرز او کراچۍ کینګز هغه شپږ لوبډلې دي، چې په دې لیګ کې به ولوبیږي.
سږ کال د دې لیګ ټولي لوبې د پاکستان په کوربتوب دوو ښارونو لاهور او کراچي کې ترسره کیږي.
د نورو کلونو خلاف داځلې پاکستاني خلک دې لیګ ته زیات خوشبینه دي، هغه ځکه سږ کال یې لوبې خپل هیواد کې دي او د نورو کلونو په پرتله پکې نامتو او تکړه لوبغاړي اخیستل شوي.