پي ایس ایل؛ د څلورم پړاو سیالۍ یې

لاس کې ودانۍ د جوړولو تخته

د پاکستان سوداګریز کرکټ لیګ په ۲۰۱۵ م کال کې تاسیس شوی، تر دې دمه یې څلور پړاوونه ترسره شوي دي، په ۲۰۱۶ م کال کې د دې سیالیو اتلولي اسلام اباد یونایټېډ لوبډلې د لومړي ځل لپاره وګټله.
په ۲۰۱۷ م کال کې اتلولي پېښور زلمي لوبډلې واخېسته، په ۲۰۱۸ م کال کې اسلام اباد لوبډله د دوهم ځل لپاره اتله شوه او په ۲۰۱۹ م کال کې کوېټې لوبډلې اتلولي خپله کړه.
د پاکستان کرکټ بورډ غوښتل چې لومړی پړاو په لاهور او کراچۍ کې ترسره شي؛ خو د امنیتي اندېښنو له امله دا سیالۍ ټولې په عربي متحده اماراتو کې وشوې.
دوهم پړاو کې یې وروستۍ لوبې په پاکستان کې ترسره شوې، دریم او څلورم پړاوونو کې هم وروستۍ لوبې په لاهور او کراچۍ کې وشوې.
د پي ایس ایل څلورم پړاو او لوبډلې یې
لومړیو کې د پي ایس لوبډلې پنځه وې؛ خو وروسته بیا شپږ شوې او سږ کال شپږ لوبډلې ولوبېدې.
پېښور زلمي، کوېټه ګلاډېئټرز، اسلام اباد یونایټېډ، ملتان سلطان، لاهور قلندرز او کراچۍ کېنګز لوبډلې په دې لوبو کې ولوبېدې.

دا سیالۍ د ۲۰۱۹ کال د فبروري په ۱۴ مه نېټه پیل شوې وې او پرون د مارچ په ۱۷ مه نېټه د پاکستان په کراچۍ ښار کې پای ته ورسېدې.
د نومرو جدول او لوبډلې یې
د نومرو په جدول کې پېښور ۱۴ نومرې لرلې او لومړي مقام کې وه، کوېټې هم ۱۴ نومرې درلودې دوهم مقام کې وه، اسلام اباد او کراچۍ لوبډلو لس، لس نومرې لرلې، دریم او څلور مقام کې وې، ملتان سلطان او لاهور قلندرز ۶ ، شپږ نومرې لرلې او وروستي مقامونه یې وو.
د پي ایس ایل پایلوبه
د پي ایس ایل پایلوبه کې پچه کوېټې وګټله او توپ اچونه یې وکړه.
پېښور زلمي لوبډلې لپاره له اوپننګ یا پیل څخه تر وروستیو توپ وهونکو ښه توپ وهنه ونه کړه، کامران اکمل ۲۱ منډې، امام الحق درې منډې، سُهېب مقصود ۲۰ منډې، عمر امین ۳۸ منډې، نبي ګل ۹ منډې، کیرون پولارډ ۷ منډې، ډېرین سمي ۱۸ منډې او وهاب ریاض ۱۲ منډې وکړې.
د کوېټې لوبډلې له خوا لس منډې ایکسټرا یا اضافي ورکړل شوې وې.
پېښور لوبډلې کوېټې ته ۱۳۹ منډې هدف ورکړ.
د کوېټې لوبډلې لپاره محمد حَسنېن درې وېکټې واخېستې.
کوېټې لوبډلې هدف په اتلسم اوور کې د احمد شهزاد د ۵۸ ناسوځېدلو منډو په مرسته د دوه وېکټو په لوېدو سره پوره کړ او پېښور زلمي لوبډلې ته یې په ۸ وېکټو ماته ورکړه.
د لوبې غوره لوبغاړی محمد حَسنېن وپېژندل شو. دا لومړی ځل دی چې کوېټه لوبډله اتلولي اخلي.