د پاکستان سوپر لیګ له لکونو ډالرو تاوان سره مخ دی

لاس کې ودانۍ د جوړولو تخته
  • لیکنه: فضل الله فضلي

د پاکستان کرکیټ سوپر لیګ د ۵۲ لکه ډالره تاوان سره مخ دئ.
د پاکستان کرکیټ بورډ لخوا د سږني فصل پاکستان سوپر لیګ نیمه پایلوبي او پایلوبه په دې هیواد کي د کرونا ویروس د خپرېدو وروسته، تر نامعلومي نېټې وځنډول سوې.
همداراز د پي ايس ایل لیګ يا پاکستان سوپر لیګ وروستۍ څو لوبي بېله تماشاچیانو هم ترسره سوي وې.
تېره دوشنبه د پاکستان کرکیټ بورډ اجرائیه مشر وصیم اکرم ویلي چي د پاکستان سوپر لیګ هغه سیالۍ چي په تشو لوبغالو کي سوي او د ځڼډول سوو لوبو له امله دا لیګ د څه باندي د ۵،۲ میلیونه ډالره تاوان سره مخ دئ.
1 pic.jpg
د نوموړي په وینا د دې تاوان د ګاللو سره سره د پاکستان کرکیټ بورډ اداره د ۱۲ څخه تر ۱۴ میاشتو پوري اداري او مالي حالت دوام کولای سي.
د پي ایس ایل لیګ نیمه پایلوبي د ملتان سلطان او پېښور ځلمي، کراچي کینګز او لاهور قلندرز لوبډلو سره منځ ترسره کېدلې، چي وځنډول سوې.
همداراز پاکستان په اپریل میاشت کي د بنګله دیش سره په خپل کور کي د کرکیټ لوبو لړۍ هم لغوه کړه.