ملالې يوسفزۍ ته د پرينکا چوپړا مبارکي او د علي وزير پېغور

لاس کې ودانۍ د جوړولو تخته
خبريال: مدثر دعوت

د باليووډ سېنما مشهوري اداکاري پرينکا چوپړا ، ملالې يوسفزۍ ته د پوهنتون څخه د فراغت مبارکي ويلې.
د نوبل د جايزې ګټوونکې او د ښځو د حقوقو فعاله ملاله يوسفزۍ څو ورځې وړاندې د انګلستان د اکسپورډ پوهنتون د فلسفې، سياست اقتصاد د څانګې څخه فارغه شوه چې په نړيواله کچه ډېريو کسانو ورته مبارکۍ وويلې.
او اوس بيا د يونسيف د ښه نيت سفيرې، د باليووډ او هاليووډ ښځينه اداکارې او سندرغاړې پرينکا چوپړا د ټولنيزو رسنيو له لارې ملالې يوسفزۍ ته مبارکي ويلې او ددې فراغت يې حيرانوونکی بللی دی.
پرينکا د خپل انسټاګرام اکاونټ سټورۍ کې خپل او د ملالې يوسفزۍ عکس خپور کړی او ورسره ليکلې يې دي: “ملالې فراغت دې مبارک شه، سياست، فلسفې او اقتصاد په برخه کې ستا سند يوه نه مننونکې لاسته‌راوړنه ده، زه ډېر درباندې وياړم”.
676214 7628394 s updates 15928080436025389381467149755 ملالې يوسفزۍ ته د پرينکا چوپړا مبارکي او د علي وزير پېغور
پرينکا او ملالې يوسفزۍ په ۲۰۱۷ز  کې په امريکا متحده ايالاتو کې هغه وخت سره وليدله چې پرينکا د ملالې يوسفزۍ خيريه بنسټ ته خيرات ورکوی.


ملاله يوسفزۍ د ۱۷ کلونو په عمر وه چې د نوبل جائزه يې وګټله ،اوسمهال ۲۲ کلنه ده چې د سياست، فلسفې او اقتصاد په برخه کې يې د ليسانس سند ترلاسه کړ، او خپله بريا يې د خپلې کورنۍ سره يوځای د کيک په پرېکولو سره ونمانځله.


دې درې اوني وړاندې په امريکا کې د تور پوستو د ټولنې په ملاتړ ټويټ کړی و او هغوی ته يې د عدالت غوښتنه کړې وه چې د ډېريو پښتنو د سخت غبرګون سره مخ سوه.
ملالې پر خپل ټويټر اکاونټ ليکلي: “زه د تور پوستو د ټولنې سره د احمود اربري، بيرونا ټايلر جورج فلويډ او نورو لپاره د عدالت غوښتنې د مبارزې لپاره ولاړه يم، موږ په هېڅ قېمت ظلم نه شو منلای”


د دې پر دې ټويټ ډيريو پښتنو او بلوڅانو خپلې نظريې ورکړي چي اکثرو يې ورباندې نيوکې کړي چې ولي د بلوڅانو او پښتنو د حقوقو او عدالت لپاره ږغ نه پورته کوي.
د پښتون ژغورنې د غورځنګ غړي علي وزير هم د ملالې يوسفزۍ ټويټ، ريټويټ کړی او د پيغور په ډول يې ورباندې نقد کړی.
علي وزير پر خپل ټويټر اکاونټ ليکي: “د جنوبي اسيا د فاشيستو رژيمونو لخوا د لږکيو بلوڅو او پښتنو د نسل وژني په وړاندې څه واياست، دلته چې کومې ګناوې کېږي د امريکا تر پېښو لس چنده اظافه دي”


د علي وزير مطلب دا و چې ولې يې تر اوسه د پښتنو يا بلوڅو ملاتړ نه دی کړی يا يې ولې تر اوسه د پاکستان پر وړاندې ږغ نه دی پورته کړی او ولې په خپلې شاوخوا او سيمه کې ظلمونو او نسل‌وژنې باندې چپه خوله پاتې ده.
د ملالې يوسفزۍ په اړه دا لومړی ځل نه دی چې د پښتون ژغورنې د غورځنګ يا نورو پښتنو لخوا نيوکې کېږي.
په پاکستان کې ميشت پښتانه ډېری وخت د ملالې يوسفزۍ پر دريځ سختې نيوکې کوي، ځکه ددوی په خبره ملاله يوه پښتنه ده بايد د پښتنو ملاتړ وکړي او د پاکستاني رياست د بې عدالتيو پر وړاندې خپل غږ پورته کړي.