د آی پي اېل په شپږمه لوبه کې د پریټي زېنټا لوبډلې د بريا علتونه

یو ماشوم د لرګي تخته په لاس کې نیولی، په خوشحالۍ سره مسک دی
سپورټ یاران

لومړی علت یې دا دی، چې دې لوبډلې ډېر ښه پیل وکړ، میانک اګروال او لوبډلمشر کی اېل راهول، چې دواړه د هندوستان ځوان لوبغاړي دي، پاور پلی کې پرته له کومې وېکټې سوځېدو یې پنځوس منډې وکړې.
دا د بریالیو لوبغاړو خاصه وي، چې هم وېکټ دروي او هم لوبډلې ته ښې منډې په هر اوور کې اخلي.
کله چې دوی دواړو داسې ښه سټارټ وکړ، نو لوبډله یې هم ښه مخته ولاړه.
خپله لوبډلمشر له یوې بریالۍ سلیزې وروسته یې هم لوبډلې ته ملاتړې توپوهنه وکړه او لوبډله یې د یو شاندار هدف په کرښه ودروله.
دویم علت؛ د لوبډلمشر یوه بریالۍ او زړوره لوبه کول، لوکېش راهول چې د هندوستان یو ځیرک او خطرناک توپوهونکو و، لاس یې د کولي لوبډلې خلاف ښه خلاص شو او د زړه له خلاصه یې توپوهنه وکړه.
نوموړي لومړی نیمه سلیزه ووهله، که څه دا نیمه سلیزه یې دومره چټکه نه وه؛ خو دویمه نیمه سلیزه یې په کمو توپونو ووهله.
راهول په ۶۹ توپونو د ۲۱ بونډریانو په مرسته چې ۷ شپږیزې او ۱۴ څلوریزې پکې شاملې وې ۱۳۲ ناسوځېدلې منډې وکړې او له لوبغالي هسکه غړۍ ووت.
درېیم علت؛ په وروستیو څلورو اورونوکې حمله کوونکې توپوهنه.
کی اېل راهول او ورسره کارون نایر دواړو ښه توپوهنه وکړه، خو دا چې لوبډلمشر ګرمه کې و او توپ ورته ښه ښکارېده؛ نو ډېر سټرایک هم کی اېل راهول اخیسته.
همغه وو چې وروستیو کې یې په هر توپ د بونډریانو لوبو هڅه کوله او بریالی کېده هم.
څلورم علت؛ د ویرات کولي ناکامه ډګرساتنه
هغه وخت چې کی اېل راهول تازه نیمه سلیزه پوره کړه، په مېډ وېکټ یې د بلې شپږیزې وهلو هڅه وکړه، چې بال د کولي لاسونو ته ورغی او له هغه څخه دا کېچ ولوېد.
دلته د یو سیټ او ګرم توپوهونکي کېچ غورځول په ځان عریضه کول دي.
له دې وروسته کی ایل راهول ته بل کېچ هم وغورځاوه او دا د کولي دویمه ناکامه ډګر ساتنه وه.
بالاخره د پنجاب لوبډلمشر له موقع ښه ګټه واخېسته او په یوه ناسوځېدلې سلیزې له لوبغالي ووت.

وروستي څلور اورونه او د ۷۴ منډو کول

د کېنګز ایلیون پنجاب کرکټ لوبډلې لوبډلمشر کې اېل راهول په وروستیو څلورو اورونوکې ۷۴ منډې واخېستې.
په اتلسم اوور کې یې له شېوم ډوبی څخه ۲۶ منډې واخېسې، لومړی بال شپږیزه، دویم بال څلوریزه، درېیم بال ډاټ شو، څلورم بال شپږیزه، پنځم بال هم شپږیزه او وروستی توپ څلوریزه شوه.
په شلم اوور کې راهول او نایر ۲۳ منډې له ډیل سټین نه واخېستې.
نو په دې ډول په دوه اورونو کې ۴۹ منډې راغلې.
له شپاړسم اوور څخه تر شلم اوور پورې ۷۴ منډې وشوې.
پنجاب کرکټ لوبډلې بنګلور ته په ۹۷ ماته ورکړه او د لوبې غوره لوبغاړي جایزه کی اېل راهول هسکه کړه.
د آی پي اېل اوومه لوبه چینای سوپرکېنګز او ډیلي کپېټلز لوبډلې کوي.
26.JPG23.JPG74-4.JPG

About ياران ټیم 3411 Articles
یاران ټیم په هېواد کې دننه او بهر او د افغان لیکوالو او خبریالانو متعهده ډله ده چې په داوطلبانه توګه د یاران لپاره خبرونه، لیکنې او معلومات چمتو کوي.