پرېش راول: فلمي لوبغاړي ته بايد اتل ونه ويل شي

په شپه کې غرونو ترمنځ یو روښانه سرک
خبريال: مدثر دعوت

د باليووډ سينما مشهور فلمي اداکار او د پارلمان غړی پرېش راول وايي چې د فلمي لوبغاړې او اتل ترمنځ بايد توپير وشي.
پرېش راول نن پر خپل ټويټر اکاونټ په لنډو ټکو کې د اتل اصلي مانا تشريح کړې او ليکلي يې دي چې يو سېنمايي لوبغاړي ته بايد انټيټاينر يا هم تفريحي يا ساتېری وويل شي او پوليسو او اردو ته بايد اتلان وويل شي، چې زموږ راتلونکی نسل د اتل پر اصلي مانا پوه شي.
راهول ليکي:

موږ بايد لوبغاړو ته د ساتېري په نامه پيل وکړو او زموږ د راتلونکې نسل لپاره اردو او پوليس د اتلانو په توګه وپېژنو چې د اتلانو پر رښتنې مانا پوه شي.”


د پرېش راهول دې نظر ته خلکو بيلابېل نظرونه ورکړي چې زیاتره يې مثبت دي.
۶۵ کلن پرېش راول په ۱۹۸۳ز کې د باليووډ سېنما ته قدم کېښود چې تر دې مهاله يې په سلګونه بېلابېل رولونه اجرا کړي چې زیاتره يې د مينه‌والو لخوا ډېر ستايل شوي دي.
نوموړي په ۱۹۹۴ز کې ملي ايوارډ ګټلی، همدارنګه د نورو ايوارډونو ترڅنګ يې د پدماشيري او فلمفير ايوارډونه هم ګټلي دي.
پرېش راول د اديتيا راول او انيرودا راول په نومونو دوه زامن لري.

نوموړی د هند په دولت کې له ډېره وخته په سياست کې مصروف دی چې د ۲۰۱۴ز څخه تر ۲۰۱۹ز پورې د بهاراتيا جنتا ګوند څخه د پارلمان غړی هم و.