پريتي زينتا د ای پي ايل لوبڅارانو ته په غوصه ده

د مني په موسم کې غرونه او ځنګلونه

خبريال: مدثر دعوت
د پنجاب لوبډلې مالکي پريتي زينتا د ای پي ایل پر لوبڅارانو نيوکه کړې.
د ۲۰۲۰ز هندوستان پرېمرليګ په دويمه لوبه کې ډهلي کاپيټلز او کينګز ايليون پنجاب لوبډلې سره مخ سوې چې لوبه په سوپر اوور کې د ډهلي لوبډلې وګټله.
د دويمې پاړۍ د ۱۹م اوور په درېيم توپ سره منايک اګروال او کريس جوردن دوې منډې وکړې خو لوبڅار نيتن مينون وويله چې جوردن بېټ تر ليکې ندی رسولی نو ځکه يې يوه منډه کمه کړه خو کله چې په وروستي اوور کې درېيم لوبڅار يوځل بيا ريپلې وښودله جوردن بېټ رسولی وو او منډه پوره وه،دا منډه د پنجاب ملاتړي د بريا او ماتې منډه بولې، ځکه که حساب سوې وای نو لوبه سوپر اوور ته نه تله او پنجاب لوبه ګټله.


خو ددې سره سره په وروستيو دريو توپونو يوازې دريو منډو ته اړتيا وه، اګروال او جوردن پوره نه کړای سوې.
د پنجاب لوبډلې پخواني ډايريکټر وريندر سيواګ د لوبڅار له لورې د يوې منډې کمېدل توپيري چلند بللی،نوموړي پر خپل ټويټر اکاونټ ليکلې چې د لوبې د غوره لوبغاړي جائزه بايد د سټونيس پرځای هغه لوبڅار ته ورکول سوې وای چې يوه منډه يې کمه کړه.


د اسټراليا پخوانی کريکټر او د ای پي ایل اوسنی مبصر سکاټ سټايريس هم پر خپل ټويټر اکاونټ ليکلې چې لوبڅار د يوې منډې په اړه غلطه پرېکړه وکړه خو که چېرې په وروستيو ۲ توپونو يوې منډې ته اړتيا وي او تاسو لوبه ونه ګټئ نو خپل ځان بايد ملامت کړئ.


پخوانی هندوستانی لوبډلمشر او د ډهلي لوبډلې مرستيال روزونکی محمدکيف بيا وايي چې نوبالونه، لنډې منډې او د توپونو ميس کول په داسې غټو ټورنمينټونو کې کوچنۍ خبرې دي،دی ددې ټولې لوبې کريډيټ سټونیس او ربادا ته ورکوي.


د دوی ټولو د نظرونو سره سره د پنجاب لوبډلې مالکه او د باليووډ سېنما لوبغاړې چې تېره شپه يې لوبه د نيږدې کتله خورا په غوصه ده.
دې د سيواګ ټويټ ريټويټ کړی او ليکلي يې دي:” ما د کرونا وبا په شديد حالت کې سفر وکړ، ۶ ورځې مې ځان قرنطين کړ، په مسکا سره مې ۵ ځلې د کرونا وېروس ازموينه ورکړه خو دې يوې منډې ماته سخته ضربه ورسوله،که د ټيکنالوژۍ څخه استفاده ونسي څه ګټه لري؟،د هند کريکټ بورډ نوې اصول معرفي کوي، خو دا هرکال نه پېښېږي”.


د پريټې ددې اعتراض او نيوکې سره سره بيا هم مينوالو د پنجاب لوبډله ملامته کړې چې څنګه يې ونسوای کولای چې په ۳ توپونو يوه منډه وکړي،او لوبه وګټي.