فوټبال؛ د افغان لوبډلې راتلونکې لوبې او لوبډلې ته د نوي لوبغاړي راتګ

په شپه کې غرونو ترمنځ یو روښانه سرک
لیکنه: فضل الله فضلي

د افغانستان فوټبال فدراسیون د هېواد د فوټبال د ملي لوبډلي د راتلونکو لوبو نېټې څرګندي کړې.
د نوموړي فدراسیون د معلوماتو له مخي چي افغان لوبډله به د فوټبال نړیوال جام د غوراوي سیالیو او د آسیا فوټبال ملتونو جام لپاره د بنګله دېش او عمان د فوټبال ملي لوبډلو سره لوبي کوي.
70140609_2528041553930027_8332287376588013568_o.jpg
لومړۍ لوبه به یې د روان عیسوي کال د اکټوبر پر ۸مه نېټه له بنګله‌دېش سره او دوهمه لوبه به د اکټوبر پر ۱۳مه نېټه د عمان لوبډلي سره ترسره کړي.
یادي نېټې د فوټبال نړیوال فدراسیون یا فیفا وه افغان فدراسیون ته ورکړي دي، خو د ورځي د وخت او د ځای په اړه لا معلومات نسته.
بلخوا د افغان فوټبال فدراسیون خبر ورکوي، چي ملي لوبډلي ته يې له روسيې څخه افغان لوبغاړي ته بلنه ورکړې ترڅو د هیواد د ملي لوبډلي سره یوځای سي.

امیرمحمد چي یو بریدګر لوبغاړی دئ، د روسيې په دسته یک لیګ کي لوبیږي، دا بلنه منلې او ډېر ژر به د افغان ملي لوبډلي سره یو ځای سي او لومړۍ لوبه به د بنګله دېش خلاف ترسره کړي.
امیر محمد چي د ملي لوبډلي د یو بل لوبغاړي شریف محمد ورور دئ، تېر کال ورته د افغان لوبډلي د مشر روزونکي انوش دستګیر لخوا وړاندیز سوی وو.
امیر محمد به لومړی د روسیې هیواد د دسته یک لیګ څخه پرېکون وکړي او وروسته به د قانوني مراحلو په تېرولو سره د هیواد د ملي لوبډلي سره یوځای سي.