پرتګال له انګستان سره هوايي پُل پرانيزي

سپینه تجريدي ډیزاین
خبريال: مدثر دعوت

د پرتګال حکومت منلې چې د جون په پای کې به د انګلستان سره بېرته هوايي سفرونه پيل کړي.
د پرتګال د بهرنيو چارو وزير اګسټو سانتوس وويل چې هر هغه انګلستانی چې غواړي په دوبنيو رخصتيو کې پرتګال ته د سياحت لپاره راشي موږ ورته ښه راغلاست وايو او هغه دا یې هم تایيد کړه چې په دې اړه د انګلستان د حکومت سره خبرې روانې دي.
نوموړی وايي چې موږ هيله لرو د رواني مياشتې تر پايه به تګ راتګ پيل شي.
د بهرنيو چارو د وزير په خبره پر سيلانيانو به د قرنطين اصول نه وضع کېږي، خو په هوايي ډګرونو کې به يې د حرات درجه کتل کېږې.
وزير د بي بي سي راديو سره په مرکه کې ويلي چې د ډاکترانو له لوري به ټول سيلانيان معاينه کېږي، د ده په خبره قرنطين د سياحت دښمن دی، زموږ ډيپلوماټان د انګلستان د ډيپلوماټانو سره په خبرو بوخت دي او سيلانيانو ته به دا زمينه برابره کړي، چې هغه کسان چې د انګستان څخه راځي د ۱۴ ورځو لپاره قرنطين شي يانه، دا پلان د جون په اتمه ملي شورا ته هم استول کېږي، چې هغوی پريکړه وکړي چې د ۱۴ ورځو قرنطين بايد پلی شي که نه.

ريپوټونه تایيدوي چي د انګلستان لومړی وزير بوريس جانسن هم خوښ دی چې سيلانيان يې پرتګال ته ولاړ شي.
تېره شپه د انګستان د لومړي وزير وياند تائيد کړه چې د انګلستان حکومت له نورو هېوادونو سره په خبرو دی چې د تګ راتګ او قرنطين په اړه يوې موافقې ته ورسېږي.
په پرتګال کې ۳۲۸۹۵ کسان په کرونا ويروس اخته شوي چې له امله يې ۱۴۳۶ کسان مړه شوي، خو بيا يې هم حکومت د دې ويروس په کنټرول بريالی شوی.