د پولنډ ولسمشر: امریکا ژمنه کړې چې په ناټو سازمان کې به ځواکونه نه کموي

د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ او د پولنډ ولسمشر اندري دودا

د پولنډ ولسمشر وایي، له متحدو ایالتونو څخه یې داسې تضمینونه ترلاسه کړي چې په پولنډ او د ناټو سازمان په ختیځه پوله کې به خپل ځواکونه نه کموي.

اندري دودا پرون سه شنبه ( د فبرورۍ ۱۸مه) وویل، هیله من دی چې د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د هڅو په ترڅ کې به د اوکراین جګړه هم پای ته ورسیږي.

که څه هم د ډونالډ ټرمپ ادارې تراوسه له پولنډ څخه د خپلو سرتیرو د ایستلو په اړه څه نه دي ویلي، خو څرګنده کړې ده چې اروپا باید خپله د ځان امنیت ته ډيره هڅه وکړي.

وروسته له دې چې روسیې ۲۰۱۴ کال کې د اوکراین کریمیا ټاپوزمه له خپلې خاورې سره یوځای کړه امریکا پولنډ ته خپل سرتیري واستول.

په اوکراین کې د روسیې له جګړې وروسته امریکا پولنډ کې د خپلو سرتیرو شمېر نور هم زیات او اوږدمهاله کړ.