
نن پنجشنبې د (فبرورۍ۱۳مه) په جرمني کې هغه افغان محاکمه کېږي چې د تیر کال د مې میاشتې په ۳۱مه نېټه یې د چړې په ګوزارونو یو پولیس وژلی او پنځه نور کسان یې ټپیان کړي وو.
د فرانسپرس خبري اژانس د راپور له مخې تورن کس چې نوم یې یوازې “سلیمان اې” ښودل شوی ادعا کېږي برید یې د جهادي انګېزې له مخې ترسره کړی و.
پیښه د جرمني په لویدیځ ښار منهایم کې رامنځته شوې و، چیرې چې سلیمان اې د افراطي اسلام پر وړاندې د “فاکس یورپ” ډلې له خوا د تنظیم شوي لاریون پر ګډونوالو د یوې غټې چړې په وسیله برید وکړ.
هغه لومړی د لاریون پر ویناوال برید وکړ، بیا یې پر نورو ګډونوالو حمله وکړه، او په پای کې یې یو پولیس، چې د خلکو د ساتنې لپاره سیمې ته ورغلی و، په چړو وواهه.
یاد پولیس د سختو ټپونو له امله وروسته په روغتون کې ساه ورکړه.
سلیمان اې د برید پر مهال د پولیسو لخوا په ډزو ټپي شو او په هماغه ځای کې ونیول شوی و.
دا محاکمه داسې مهال ترسره کېږي چې په جرمني کې د څه کم دوو اونیو په موده کې عمومي ټاکنې ترسره کېدونکې دي.
په دې وروستیو کې د پناه غوښتونکو له خوا د څو خونړیو بریدونو وروسته، د جرمني سیاستوال او عام خلک د کډوالۍ او عمومي امنیت په اړه تاوده بحثونه کوي.
1 Trackback / Pingback
Comments are closed.