په افغانستان کې د اختر په رارسیدو هټیوال باروتي پټاخۍ پلوري چې ماشومان یې اخلي او ډز کوي یې.
هر کال به د افغانستان کورنیو چارو وزارت دوکاندارانو ته خبرداری ورکاوه چې د پټاخیو له پیر او پلوره ځان وساتي کنه قانوني چلند به ورسره وشي، خو نه هټیوالو دا خبره منله او نه پولیسو له چا سره قانوني چلند کاوه. خو سږ کال د لومړي ځل لپاره افغان پولیس د ۸۰ تنو داسې دوکاندارانو د نیولو خبره کوي چې پر ماشومانو یې پټاخې پلورلې.
خو یو شمیر خلک پر حکومت نیوکه کوي او وايي چې دوکانداران نیول دومره اغیزناک کار نه دی او حکومت باید د پټاخیو په واردولو او سوداګرۍ بندیز ولګوي چې دا ستونزه په بنسټیز ډول هواره شي.
اروا پوهان باروتي پټاخۍ د افغانستان په ډول یو جنګ ځپلي هیواد کې یوه نادوده ګڼي وايي له یوې خوا ماشومان ټپي کوي او له بلې ډډې خلک چې دا ډزې اوري په روان یې ناوړه اغیز کوي، او کورنیو اقتصادي زیان هم ورسره تړلی دی، خو لوی زیان یې دادی چې ماشومانو د ټوپک، ډزو او تاو تریخوالي له کلچر سره اشنا کوي چې نښې یې په ستروالي کې په ناوړه ډول څرګندیږي.
په ننګرهار او یو شمیر نورو ولایتونو کې هم پولیسو او مدني ټولنې د پټاخیو د نه کارولو په موخه کمپاینونه پیل کړي دي.