
د هندوستان د لومړي وزیر نریندرا مودي پر ژوند جوړ شوي فلم د نندارې ته اېښودو پر نېټه جنجالونه را ولاړ شوی.
د ځينو رپوټو له مخې دغه فلم به د ټاکلي نېټې ۱۲ اپریل باندې پر سینما ګانو روښانه نشي او وروسته ته به وساتل شي.
په لومړیو کې ویل شوي وه (پي ایم نریندر مودي) فلم د اپریل په میاشت کې نندارې ته وړاندې شي، مګر اوس ویل کیږي چې دغه فلم به د راتلونکو ټاکنو تر ترسراوي ننداره نشي.
د اردو نیوز د خبر له مخې، د دغه فلم مسئله لا تر اوسه روښانه نه ده او د محکمې تر پرېکړې وروسته به پته ولګي.
د معلوماتو له مخې، د فلم مسئله د محکمې تر غور لاندې ده او سنسر بورډ لخوا هم ورته تر اوسه پر سینما د روښانه کولو اجازه نه ده ورکول شوې.
بل لور ته:
مخالفي ډلې جماعتین د ټاکنو څخه وړاندې د دغه فلم د ریلیز کېدو پر وړاندې اعتراض کړی.
اپوزیسیون ډلې هم د هندوستان له سترې محکمې غوښتي چې له ټول ټاکنو وړاندې د فلم د ریلیز کېدو مخه ونیسي.