د افغانستان د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب تیره شپه په یو بل ټویټ کې وویل چې د څلور اړخیزو او دوه اړخیزو خبرو وروسته بیرته کابل ته روانیږي.
د افغانستان د ملي امنیت د سلاکار حمدالله محب زیاته کړې چې د سلام رحیمي په مشرۍ افغان مزاکره کونکی ټیم به متحده عربي اماراتو کې پاتې وي ، څو دده په وینا، روانو خبرو اترو کې له نژدې ښکیل و اوسي، او د بین الافغاني مزاکراتو لپاره زمینه برابره کړي.
ډاکتر محب زیاته کړې چې د دوشنبې په ورځ دوی د افغانستان د سولې لپاره د امریکا له استازی زلمي خلیلزاد سره اماراتو کې کتلي او زیاته کړې یې ده چې افغان مزاکره کونکی ټیم به نن ( سه شنبې ) د سعودي عربستان او عربي متحده اماراتو له استازو سره وګوري. د افغانستان د ملي امنیت د سلاکار په وینا سوله راتلونکې ده…
About ياران ټیم
3438 Articles
یاران ټیم په هېواد کې دننه او بهر او د افغان لیکوالو او خبریالانو متعهده ډله ده چې په داوطلبانه توګه د یاران لپاره خبرونه، لیکنې او معلومات چمتو کوي.
Copyright © 2025 | MH Magazine WordPress Theme by
MH Themes