دا د واکمنو کار دی چې سوله کله په قطر، کله په سعودي، کله په عمان او کله هم په اسلام اباد کې په سیاسي ناستو ولاړو کې ولټوي. چارواکي به اړ وي چې په افغانستان کې د سولې څرک د امریکا، پاکستان، ایران، روسیې، هندوستان او نورو هیوادونو په پالیسو کې ومومي.خود افغانستان مدني فعالان، فرهنګیان او روڼ اندي د امریکا او اسلام اباد په پالیسو کې د افغانستان په سولې پسې په تیروتنه لټون کوي.
د افغانستان جګړه هومره د کوم هیواد د ناسمې پالیسۍ زیږنده نه ده لکه څومره چې زموږ د ذهنیتونو زیږنده ده. زموږ ذهنونه له جګړې او تشدد ډک دي. زموږ په ذهن کې د ژوند شته تصور له جګړې سره لړلی دی. او موږ هر ګړۍ په یو واړه مخالفت له یو بل سره جګړې ته او د یو بل سر پرې کولو ته چمتو یوو.
د بهرنیو هیوادونو پالیسۍ به بدلې شي، له خصومت څخه ښايي په دوستۍ واوړي. یو وخت به راشي چې طالبان، داعش او اوسنۍ نورې ډلې به هم نه وي، خو موږ به د جګړو د دوام لپاره ګڼې نورې پلمې پیدا کړو. ځکه، د جګړو او تشدد ډک ذهنونه بدلول وخت او کار غواړي چې سوله ایز شي.
زموږ د ټولنې ګڼ مدني فعالان، فرهنګیان او روڼ اندې خپل ډير وخت په سولې پسې په سیاسي لټون تیروي، خو د خلکو پر ذهنونو کار ته ډیر کم وخت ورکوي.
دوی دا له یاده باسي چې که پاکستان، روسیه، ایران، امریکا او نور هیوادونه چې په افغانستان کې دا مهال د جګړې اور ته په لمن وهلو، د یو او بل لورې له خوا تورن دي، که ګرد سره ونه اوسې هم ، ان یو فقیر افریقايي هیواد هم کولی شي په ډير کم لګښت او وړه پلمه، د افریقا له یوې لرې صحرا زموږ په ټولنه کې توده جګړه ونښلوي.
ځکه چې موږ لکه وچ سرګړي په تاوده لمر هم اور اخیستلی شو او هر ګړۍ او په هر نوم جګړې ته چمتو یوو.
تاسو په ټولنیزو رسنیو کې وګورئ، د ډیرو پوهو او روشنفکرو کسانو له خبرو جګړه څاڅي. دوی هغه خبرې چې په نرمه یې کولی شي د تشدد په ژبه کوي. د ځینو تبصرې یا پوسټونه ولولئ پوهیږئ چې دا سړی دم ګړۍ ټوپک نه لري یا د ټوپک د چلولو شرایط ورته نه دي برابر ، کنه ددې خبرې پر ځای ټوپک چلوه.
راځئ په سولې پسې سیاسي لټون واکمنو چارواکو او سیاستوال ته پریږدو، او هغوی چې ځانونه مدني او فرهنګي فعالان بولي د ارګ، سپینې ماڼۍ، دوحې او لاهور پر ځای دې سوله د خپلو خلکو په ذهنونو کې ولټوي او له هغوی سره دې کار وکړي څو یې په ذهن کې یې د ژوند جګړه لړلی تصور بدل شي.
سوله د یوې ټولنې د وګړو له ذهنونو پیلیږي او څو چې ذهنیتونه سوله ایز نه شي، د جګړې لپاره هر وخت پلمې موندل کیدای شي.