د ځوانانو او سولې په ملي مشورتي کنفرانس کې څه وو؟

د مني په موسم کې غرونه او ځنګلونه

د کنفرانس د ګډونوال، عبدالرقیب سایل لیکنه
د ځوانانو او سولې په ملي مشورتي کنفرانس کې د ټولو ولایتونو ځوانانو برخه درلوده. دغه ځوانان د یوه فکر لپاره را غوښتل شوې وو. ځینو یې ان د سولې په اړه خپلې طرحې د د جمهوري ریاست/ ارګ د ځانګړي دستیار له دفتر سره شریکې کړې وې او د خپلو طرحو له مخې راغوښتل شوي وو، ترڅو له نورو ځوانانو سره هم د سولې په اړه سراسري خبرې اترې ولري. ددې تر څنګ ویل کېده، چې د افغانستان ګڼ ځوانان به د سولې په اړه خپل نظرونه سره تبادله کوي، ترڅو د کنفرانس په پای کې د افغانستان د ځوانانو له ادرسه یو جامع پرېکړه لیک هم صادر شي خو له بده مرغه دا کنفرانس څنګه چې د ولسمشر ځانګړي دستیار پلان کړی وو نو هماغسې ترسره شو.

دا کنفرانس درې ورځې وو. په لومړنیو دو ورځو کې د سولې سره په تړلو موضوعاتو ۷ مختلف بحثونه؛ لکه سوله او پراختیا، پر طبیعي سرچینو جګړه، ښه حکومتولي، تل پاتې سوله او په ځینو نورو موضوعاتو د افغانستان د همدې اړوندو برخو مسوولینو (وزیرانو، معینانو او رییسانو) ګډون کړی و.
په داسې یوه مهم کنفرانس کې هر یوه هڅه کوله چې د خپلو ادارتو ګڼ تبلیغات ترسره کړي او ځوانانو ته وښيي، چې دوی څنګه کار کړی. د بحثونو په پای کې ځوانانو مختلفې پوښتنې مطرح کېدې، چې د یادو مسوولینو له خوا یې ځوابونه ورکول کېدل، کوم چې د اکثرو ځوانانو وینا دوی ته د قناعت وړ نه وو.
له دې سره په خوا، د تیاتر برخې ځینو تکړه ممثلینو هم خپلې ځینې برنامې ترسره کړې، کوم چې هر یوه یې له ځانګړو پیغامونو سره ملې وې. د تیاتر په صحنو کې ځوانانو ته وښودل شول، چې جګړه څومره انسان منزوي او دروني حالت یې خرابوي. همدارنګه پر ستیج ځینې نورې تمثیلې پارچې هم وړاندې شوې چې د جګړې واقعي لاملونه او عوامل یې را څرګند کړل.

په دې کنفرانس کې، د کوشان ښوونځي تکړه زده کوونکو پر ستیج د هېواد لپاره ترانې وویلې. په دې سره یې د ځوانانو یو بل ته د لاس ورکونې او د افغانیت پر ټغر د را ټولیدنې لپاره احساسات را وپارول.

ددې کنفرانس ډير ارزښتمن اړخ د مختلفو ځوانانو تړون او پيژندګلوي وه، چې له یو بل سره یې په ورین تندي لیده کاته وکړه او د راتلونکې لپاره یې په اړیکو هم لیدنې ولرلې.
څرنګه چې کنفرانس په سوله را څرخیده. له مخکېنه مې فکر کاوه، چې ممکن د سولې په اړه ځوانان د خپلې طرحو سربیره نور نوي نظرونه هم ولري او په دې اړه به درې ورځې له یو بل سره بحثونه کېږي، خو کېسه بدله وه. کنفرانس پلان شوی وو، چې د مسوولینو له خوا به بحثونه کېږي او ځینې صحنې به وړاندې کېږي.
دا لا څه چې د دوېمې ورځې لپاره مې په فسبوک ولیکل؛ مطمین یم، چې د سولې په اړه به د ټولو ولایتونو له راغلو ځوانانو سره بحثونه ولرو، خو بدبختانه چې زما وړاندوینه په بشپړ ډول ناسمه وخته ځکه موږ ځوانانو پرته له دې چې له یو بل سره د سولې په اړه بحثونه وکړو، دا د سولې کنفرانس همداسې پای ته ورسید.
دوه ورځې خو مو په همدې کې تیرې شوې. درېمې ورځې ته مې تمه وه، چې ویل کېدل، ولسمشر غني به هم راځي. ما ویل ښه ده، چې په دې یوه ورځ خو د ولسمشر پر وړاندې راغلي ځوانان چې له لرو پرته سیمو راغلي وو. خپلې مختلفې انديښنې شریکې کړي. هغوی د جګړو ورکېدو پیغامونو سربیره د نورو ځوانانو په استازولي خپلې د قدر وړ احساسات راوړي وو، خو له بدمرغه د لویې جرګې تالار ته په ننوتو را باندې درې څلور ساعتونه تیر شول.
اخر د ولسمشر ځانګړي دستیار هم ومنله، چې ځینو نجونو ورته له کنفرانس شکایت کړی وو، چې هېڅ یې په کې نه دي ترلاسه کړي. دستیار نجونې ملامتې یادولې. ویل یې، څوک چې کنفرانس ته په دې نظر ګوري نو دا د هغوی خپل کار دی؛ دوی به ګټه نه وي پورته کړې، په اصل کې دا د ځوانانو لپاره یوه ښه موقع وه.

څومره چې زما له ځوانانو سره خبرې وشوې، نو ډيرو یې دا ډول فکرونه کاوه. ځینو یې ان دا خبره هم کوله، چې له موږ ځوانانو ناسمه ګټه واخیستل شوه او موږ وغولیدو ځکه په وینا یې راغلي په یوه موخه وو، ولې کنفرانس جوړونکو ولسمشر ته ځانونه وښودل چې دوی کولای شي چې له ۳۴ ولایتونو ۲۵۰۰ تنه مرکز کابل ته را ټول کړي.
ځینو نورو ځوانانو بیا فکره کاوه، چې په دې کنفرانس کې د هرات ولایت د ځوانانو ونډه ډيره وه، کوم چې ځوانانو ته ښه نه اېسېده ځکه په وینا یې د نورو ولایتونو حقوق پایمال و!
لنډه دا چې تالار ته د ولسمشر غني په راتګ سره، د ځوان کهول مینه له ښاغلي غني سره ډيره بې ساره وه. هر ځوان د خوشالۍ یو جلا احساس درلود. ممکن د هېواد ولسمشر یې په لومړي ځل مخامخ لیده.
وینا د ځوانانو په هڅولو پیل شوه. طالبانو ته په پیغور او د سولې خبرو اترو ته په کېناستو وغځیده او راتلوتکو ولسمشریزو ټاکنو ته په اشارې غني وویل، چې په دوو ورځو کې به یې پایلې اعلانیږي او نوی حکومت به جوړیږي.
په پای کې ټولو ځوانان له ولسمشر غني سره د یادګاري انځور اخیستو په پلمه د جرګۍ حویلۍ ته ووتل، کوم چې ولسمشر د زرګونو ځوانانو یوې څنډې ته را څرګند شو او د سولې سپینه کوتره یې وا لوځوله.
۲۰۱۹ ز، جنوي ۳۱مه
د افغانستان، د لویې جرګې تالار

About ياران ټیم 3411 Articles
یاران ټیم په هېواد کې دننه او بهر او د افغان لیکوالو او خبریالانو متعهده ډله ده چې په داوطلبانه توګه د یاران لپاره خبرونه، لیکنې او معلومات چمتو کوي.