د اروپایي ټولنې کمشنر وایې چې افعانستان به یو ځل بیا له کورنۍ جګړې سره مخامخ شي.
د اروپايي ټولنې د کړکېچ د اداره کولو کمشنر یانیز لینارچیچ ویلي چې افغانستان کې د تاوتریخوالي له زیاتېدو سره به یو ځل بیا دغه هېواد د کورنیو جګرو ښکار شي.
نوموړي چې له افغانستان نه لیدنه کوله وویل چې امکان لري د سولې خبرې له ماتې سره مخ شي.
ده ټینګار کړی چې دواړه لوري باید هڅه وکړي چې د سولې خبرې له ماتې سره مخ نه کړي.
نوموړي له ولسمشر محمد اشرف غتي او نورو چارواکو سره په کتنه کې ویلي چې اوربند باید د سولې د خبرو لومړی شرط وټاکل شي.
د راپورونو له مخې د افغان دولت د سولې پروسې په اجنډا کې اوربند له لومړنیو شرطونو څخه دی خو طالبانو بیا دغه شرط د اجنډا په پای کې پرېښی دی.
دغه راز ده زیاته کړې چې وروستي بریدونه د ارزښتونو او د قانون حاکمیت پر ضد دي.
د اړک له خوا په خپره شوې خبرپانه کې راغلي چې ولسمشر د اروپایي ټولنې کمشنر ته د افغانستان بېلابېلو برخو ته د مرستو په اړه ویلي دي.
ښاغلي یانیز لینارچیج ویلي چې افغانستان کې د اړمنو کسانو شمېر د تېر کال په پرتله دوه برابره شوی دی.
نوموړي په خپلې ټوېټر پاڼې لیکلي چې د افغانستان ۱۹ میلیونه وګړي مرستو ته اړتیا لری.
ده زیاته کړې چې دواړه لوري دې اروپایي ټولنې سره د مرستې په رسولو کې مرسته وکړي.
د یادونې وړ ده چې څلور ورځې وړاندې هم افغانستان کې د امریکا سفارت او د اروپايي ټولنې د څو غړو هېوادونو سفارتونو یوه ګډ بیان کې هدفي وژنې، انسان تښتونه او د عمومي بنسټونو نړول غندلي وو.
دې بیان کې ویل شوي چې طالبان د دا ډول هدفي تاوتریخوالي د ډېری پېښو مسوولیت لري ، خو طالبانو تل دا ډول تورونه رد کړي دي.