خلیلزاد: پر کوفي بریدغندم. صالح: افغانستان سره د طالبانو دښمني له حده وتلې

سپینه تجريدي ډیزاین
راپور: بشر درویش

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا متحده ایالاتو ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد پر فوزیه کوفي وروستی برید غندلی دی.
زلمي خلیزاد په همدې پلمه خپرو کړو ټویټونو کې ویلي چې ژر تر ژره دې بین الافغاني خبرې پیل شي.
اغلې کوفي د تیرې جمعې په ماښام د پروان – کابل پر لویه لاره د نامعلومو وسله والو لخوا په وسله وال برید کې ټپي شوې وه.

زلمي خلیلزاد، اغلې کوفي د افغانستان اسلامي جمهوریت د مذاکراتي ټیم مهمه غړې او د ښځو حقونو لپاره قوي مدافع بللې ده.


خلیلزاد لیکلي:

«د برید غندنه بس نه ده، ټولې خواوې باید د سولې پروسه ګړندۍ کړي او د بین الافغاني خبرې اترې پيل کړي.»

طالبانو دا برید رد کړ او ویلي یې دي چې دوی په کې لاس نه لري.

د صالح غبرګون

خو بل پلو د افغان ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح په یوه خپاره کړي پيغام کې ویلي چې که د طالبانو زور ورسیږي، نو د مذاکراتي ټيم ټول غړي هم وژني.
ښکاري چې نوموړی دا برید د طالبانو کار بولي.
ښاغلي صالح ویلي چې له افغانستان سره د طالبانو دښمني له حده وتلې ده.

هغه ویلي قوي امنیتي او نظامي تدابیر کولی شي، موږ سولې ته ورسوي او یوازې د سولې په اړه د طالبانو په تبلیغاتو سوله نه کیږي.
دا خبرې داسې مهال کیږي چې طالبانو پرون اعلان وکړ چې له افغان حکومت سره خبرې نه کوي او ترڅنګ یې په حکومتي چارواکو یې تور لګولی چې د سولې ضد څرګندونې کوي.
 
 

About ياران ټیم 3411 Articles
یاران ټیم په هېواد کې دننه او بهر او د افغان لیکوالو او خبریالانو متعهده ډله ده چې په داوطلبانه توګه د یاران لپاره خبرونه، لیکنې او معلومات چمتو کوي.