سپورټ یاران
که څه هم په سوداګریزو لیګونو کې لوبغاړي د بولۍ له لارې اخیستل کېږي او په بولۍ کې ښه لوبډله ډېره بریالۍ وي، چې سپانسر یا مالي ملاتړي یې زیاتې پېسې ولري.
ځکه ښه لوبغاړی د هرې لوبډلې خوښېږي، چې په لوړ قېمت یې وپېره، خو که لوبډله پېسې ولري کولای شي، لوړ قېمته لوبغاړي په ښه بیه واخلي او یوه قوي لوبډله جوړه کړي.
دلته خبره د ختیځ زون په استازولۍ د سپین غر ټایګرز لوبډلې خبره کوو.
سپین غر لوبډله کې مشر لوبغاړی کریم خان صادق دی او ښه لوبغاړي پکې قیس احمد او نجیب الله ځدراڼ دي.
نور ډېره پورې هغه لوبغاړي دي، چې ولایتي سیالیو کې لوبېدلي او د توپوهنې برخه کې یې رول تر یوې اندازې غوره دی.
خو ډېر کرکټ مبصرین په سپین غر لوبډله دا اطلاق کوي، چې دا لوبډله سږ کال شپږیزه لیګ کې تر پروسږ کال هم کمزورې ده.
پروسږکال هم د لوبډلې توپوهنې برخه کمزورې وه او سږ کال هم ستونزه همداسې ده.
د توپ اچونې برخه کې افتاب عالم، قېس احمد، عبدالله عادل، مسلم موسی او نور ښه توپ اچوونکي شته، خو لا هم د مس عېنک، بند امیر او کابل بازان په پرتله یې توپ اچونه هم کمزورې ده.
خو وخت شته او کابو ۱۶ ورځې وروسته به شپږیزه کرکټ لیګ پیل شي؛ د سپین غر زون د لوبډلې لوبې به پکې ننداره کړو.
پروسږ کال هم د شفیق الله شفق په لوبډلمشرۍ کې سپین غر لوبډله ښه ونه ځلېدله او پرته له دوو لوبو یې نورې لوبې وبایللې.
تېر ته په کتو
سپین غر لوبډله په ۲۰۱۳ کال کې خوریا پیاوړې وه، د حمید حسن په لوبډلمشرۍ کې یې اتلولي واخیسته او له هغې وروسته یې یو ځل بیا هم اتلولي ګټلې ده.
خو په وروستیو څو کلونو کې د دې لوبډلې لپاره د سلنې له مخې پیاوړي لوبغاړي ډېر کم انتخابېږي او وجه یې هم د لوبغاړو ناسم غوراوی دی.
که وګورو بیا هم د مِس عېنک لوبډله د تېر په پرتله لا ځواکمنه ده، ځکه پیاوړي لوبغاړي لکه شهزاد محمدي، محمدنبي عیسی خېل، حشمت الله شهیدي او یو شمېر نور لوبغاړي هم پکې شامل دي.
د نورو لوبډلو هم لوبغاړي یو څه اندازه غوره دي.