سي پي اېل کرکټ لیګ او د افغان لوبغاړو کارکرده‌ګي

په شپه کې غرونو ترمنځ یو روښانه سرک

سپورټ یاران
د سه‌‌شنبې په ماښام شپږ نیمې بجې په ویسټ انډیز کې د سي پي اېل یا کارېبېئن پرېمېئرلیګ سیالۍ پیل شوې، په دې لیګ کې محمدنبي عیسی خېل، راشدخان، نجیب الله ځدران، مجیب الرحمن، ظاهرخان او نوین الحق اخیستل شوي دي.
لومړۍ لوبه د ګیانا امازون او ټرېنباګو نایټس رایډرز کرکټ لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، په ګیانا امازون لوبډله کې نوین  الحق لوبېږي.
نوین الحق په لومړۍ لوبه کې ښه وځلېد، په ۳ اعشاریه ۴ اورونوکې یې ۲۱ منډې ورکړې او ۲ وېکټې یې ترلاسه کړې.
لومړۍ لوبه چې د نوین الحق دې اړوند لوبډلې ګیانا امازون او ټرېنباګو نایټس رایډرز ترمنځ وه، پکې ګیانا امازون لوبډلې ماته وخوړه.
نوین الحق د چهارشنبې په ماښام یو ځل بیا ولوبېد او دا ځل یې د سېنټ کېټس او نیویس پټرېئټس لوبډلې پر وړاندې بری حاصل کړ.
دې لوبه کې نوین الحق په ۴ اورونوکې ۳۰ منډې ورکړې او کومه وېکټ اخیستلو باندې بریالی نشو.
بل پلو د سي پي اېل په دویمه لوبه کې راشدخان هم وځلېد، نوموړی سږ کال له باربادوس ټرایډېنټس لوبډلې سره لوبېږي.
هغه د توپوهنې برخه کې ۲۶ ناسوځېدلې منډې جوړې کړې او توپ اچونه کې یې په ۴ اورونوکې ۲۷ منډې ورکړې او دوه وېکټې یې واخېستې.
د سي پي اېل په درېیمه لوبه کې مجیب الرحمن وتوانېد، چې محمدنبي عیسی خېل او روسټن چېس وسوځوي.
مجیب په ۴ اورونوکې ۲۵ منډې ورکړې او دوه وېکټې یې واخېستې.
په دې لوبه کې محمدنبي ۱۳ منډې وکړې او د توپ اچونې برخه کې یې په ۲ اورونوکې ۱۳ منډې ورکړې.
ظاهرخان پکتین هم له محمدنبي عیسی خېل او نجیب الله ځدران سره په سېنټ لوشیا زوکس لوبډلې سره لوبېږي او په ۴ اورونوکې یې ۳۶ منډې ورکړې؛ خو د کومې وېکټې په اخېستلو بریالی نشو.
نجیب الله ځدران بیا د سېنټ لوشیا زوکس په ګټه په ۲۱ توپونو ۲۵ منډې وکړې، یوه یې شپږیزه او یوه یې څلوریزه ووهله.
د مجیب دې اړوند لوبډلې جمېکا ټلاواس، د محمدنبي دې اړوند لوبډلې سېنټ لوشیا ته ماته ورکړه.
نو نوین الحق، راشدخان او مجیب الرحمن د دوه وېکټو په اخېستلو بریالي شوي.
د پنجشنبې په ماښام ۶ نیمې بجې راشدخان د محمدنبي دې پر وړاندې او مجیب الرحمن د سېنټ کېټس لوبډلې پر وړاندې ولوبېد.

About ياران ټیم 3411 Articles
یاران ټیم په هېواد کې دننه او بهر او د افغان لیکوالو او خبریالانو متعهده ډله ده چې په داوطلبانه توګه د یاران لپاره خبرونه، لیکنې او معلومات چمتو کوي.